وزيراعظم عمران خان سره د پاكستان تحريك انصاف چيف آرګنائزر سېف الله خان نيازي ملاقات

APP50-10 ISLAMABAD: August 10 - Minister for Health Punjab, Dr.Yasmin Rashid calls on Prime Minister Imran Khan. APP

اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د پاكستان تحريك انصاف چيف آرګنائزر سېف الله خان نيازي خاص ملاقات كړے. په ملاقات كښې د هېواد په سياسي صورتحال او وګړو لپاره د ارزان او معياري علاج پشمول د شريكې خوښې په چارو تفصيلي خبرې وشوې. د ګل په ورځ د ګوند د مركزي مېډيا څانګې لخوا جاري شوو تفصيلاتو له مخې د پنجاب د روغتيا وزيرې ډاكټر ياسمين راشد سره د پاكستان تحريك انصاف چيف آرګنائزر سېف الله خان نيازي وزيراعظم عمران خان سره په ملاقات كښې په پنجاب صوبه كښې د صحت انصاف كارډ د تقسيم په مهمو چارو هم خبرې وكړې. په وزيراعظم هاٶس كښې په شوي دې مهم ملاقات كښې وګړو ته د ارزان او معياري علاج وركړې په اړه د صحت كارډ د افاديت جاج هم واخستلc شو او وزيراعظم ته د صحت كارډ په اړه په اولسي كچه د تاثراتو په اړه بريفنګ وركړے شو. وزيراعظم صحت انصاف كارډ د غريب, او مستحق, كسانو معياري علاج ته د رسنې مهمه وسيله ګرځولو سره د روغتيا او علاج په اسانيو كښې د لا بهترې او تندې راوستلو په ضرورت ټينګار كولو سره په دې لړ كښې د پنجاب حكومت د مرستې كولو هدايت وكړو. ده په دې موقع د پنجاب د روغتيا وزارت او د تحريك انصاف ته د اشتراك عمل او د شريكې حكمت عملې خپلولو تلقين هم وكړو