د نمل نالج سټي ماسټر پلان د لوړې كچې آمريكائي آركيټيكټ ټوني آشئ جوړ كړې دے۔ عمران خان

اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د نمل نالج سټي ماسټر پلان د لوړې كچې آمريكائي آركيټيكټ ټوني آشئ جوړ كړې دے۔ زما خوب دے چې زه نمل د نړۍ تر ټولو غوره پوهنتون ووينم۔ د جمعې په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ ټويټر خپل ټويټ كښې ده د ماسټر پلان تصوير پوسټ كولو سره ليكلې دي دې تصوير څخه دا كتلې شي چې په ذهن كښې خاكه څه ده۔