وزیراعظم عمران خان سره د فېصل آباد د قومي اسمبلۍ غړو ملاقات ۔

لاهور ۔ 7 اګست (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان سره د فېصل آباد د قامي اسمبلۍ غړو د جمعې په ورځ ملاقات وكړو۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ٬ خاص صلاحكار مرزا شهزاد اكبر او د پنجاب اعلی وزير عثمان بزدار هم ملاقات كښې موجود وو۔ وزیراعظم سره ملاقات كوؤنكو د قومي اسمبلۍ غړو كښې چوهدری محمد عاصم نذیر، نواب شیر وسیر، رضا نصر آګھمن، خرم شهزاد، فرخ حبیب او راجه ریاض احمد شامل وو۔ د قومي اسمبلۍ غړو وزيراعظم خپلو خپلو حلقو كښې د پرمختيائي او خېر ښېګړې منصوبو نه خبر كړو۔ دوئي وزيراعظم د كورونا وائرس وباﺀ صورتحال نه خبرولو سره په دې قابو موندلو له د حكومتي تګلارې ستائنه وكړه۔ پلاوي د كشمير مسئلې پورته كولو او په خاص توګه د هند لخوا پورته كړې شوې يو اړخيزه ګام ٬ غېر انساني محاصره او دبنيادي انساني حقونو لمينځھ تلو صورتحال په نړيواله كچه رامخې ته كولې حوالې سره د وزيراعظم عمران خان هڅې وسائلې۔ وزيراعظم غړو سره خبرو كښې ووئيل فېصل آباد معاشی لحاظ سره ډېر مهم ښار دے۔ ده ووئيل حكومت صنعتي څانګې ته خاص پاملرنه كوي۔ مراعاتو سره به كاروباري ډلې ته آسانۍ ترلاسه شي او د تعميراتو څانګه به وده ومومي۔ وزیرِاعظم ووئيل د وركوټې او منځومانې درجې كاروبار ودې له هم ګامونه پورته كوؤ۔ ده زياته كړه چې د صنعتي څانګې او كاروباري هلو ځلو ودې له به وفاقي حكومت هره ممكنه مرسته كوي