عمر ايوب خان او برېښنا لپاره د وزيراعظم سلاحكار شهزاد سيد قاسم سره د سيد فردوس شميم نقوي په مشرۍ كښې د سندھ اسمبلۍ غړو وليدل

اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي)د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان او برېښنا لپاره د وزيراعظم سلاحكار شهزاد سيد قاسم سره د سيد فردوس شميم نقوي په مشرۍ كښې د سندھ اسمبلۍ غړو ليدلي۔ د ملاقات په مهال د پاور ډويژن وفاقي سېكتر عمر رسول٬ د پېپكو او د پاور ډويژن چاورواكو هم وګډون وكړو۔ د ملاقات په مهال سندھ څخه تعلق لرونكو د صوبائي اسمبلۍ غړو د حېدرآباد الېكټرك سپلائي كمپنۍ او د سكهر الېكټرك سپلائي كمپنۍ په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ د توان وفاقي وزير د اسمبلۍ په غړو زور رواړو چې ھغوي دي د سياست نه پرته په دې ټول عمل كښې د حكومت ملګرتيا وكړي دغسې چې د سندھ اولس ته د تعطل نه غېر د برېښنا وركړه ممكنه كړې شي۔ په دې موقع پارلماني غرو د سندھ اولس لپاره په كېدونكي هر اقدام كښې د بشپړه ملګرتيا پخلې وكړو۔ د پلاوي په غړو كښې د سندھ اسمبلۍ سائره عمران، رابعه اظفر، سيد عمران علي شاه، بلال غفار او رياض حېدر شامل