د زياتېدونكې آبادۍ لاره نيولو لپاره دې وفاقي او صوبائي حكومتونه د ټاسك فورس پرېكړې د فاسټ ټرېك په بنياد نافذ كړي

APP24-07 ISLAMABAD: August 07 - President Dr. Arif Alvi chairing 3rd meeting of the Federal Task Force on Population, at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) صدر مملكت ډاکټر عارف علوي وئيلي دي چې وفاقي او صوبائي حكومتونه دې د ټاسك فورس پرېكړې د فاسټ ټرېك په بنياد نافذ كړي دغسې چې د آبادۍ د زياتېدو لاره ونيولې شي، وزيراعظم ته به د زياتېدونكې آبادۍ مخنيوي لپاره د فنډز زياتولو وايم٬ د مور او د بچو د صحت پالنې پحقله مضامين دې په تعليمي نصاب كښې شامل كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ آبادۍ لپاره د فېډرل ټاسك فورس د درېمې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې په هېواد كښې په ابادۍ كښې د اضافې لاره نيولو لائحې لپاره په بېلا بېلو تجويزونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د بريفنګ په مهال صدر ته ووئيل شول چې د ماشومانو د كم پېدائش مور پلار ته د مالي ګټې په تجويز غور روان دے٬ د آزاد جمو و کشمير او ګلګت بلتستان پشمول ټول صوبائي حكومتونو غونډه خانداني منصوبه بندۍ لپاره د پورته كړې شوې ګامونه نه خبر كړه۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول صوبې د زياتېدونكې آبادۍ مخنيوي لپاره په سنجيدګۍ اقدامات كوي۔ غونډه كښې په تندۍ سره د زياتېدونكې آبادۍ د اثراتو په اړه خبرولو لپاره د ميديا او علما كرامو مرسته ترلاسه كولو لپاره سلا وشوه۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول په اولس كښې شعور بېدارولو لپاره به پرنټ ٬ الېكټرانك او د سوشل ميډيا د لارې د خانداني منصوبه بندۍ او د توليدي صحت پحقله قامي كمپائن چلولې شي۔ غونډې ته ووئيل شول چې د مذهبي چارو وزارت او اسلامي نظرياتي كونسل به په يوه مياشت كښې په آبادۍ كښې د اضافې مخنيوي په لړ كښې علما كرامو مرسته ترلاسه كولو لپاره غونډه رابلي او د آبادۍ مخنيوي لپاره د كامياب ماډلز مطالعه به هم كولې شي۔ په غونډه كښې د خانداني منصوبه بندۍ پحقله پروګرامونو لپاره د فنډز زياتولو هم سفارش وكړې شو۔ په دې موقع صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل وزيراعظم ته به د زياتېدونكې آبادۍ مخنيوي لپاره د فنډز زياتولو خواست كوم٬ د مور او د بچو د صحت پالنې پحقله مضامين دې په تعليمي نصاب كښې شامل كړې شي۔ ده ووئيل د زياتېدونكې آبادۍ لاره نيولو لپاره دې وفاقي او صوبائي حكومتونو د ټاسك فورس پرېكړې د فاسټ ټرېك په بنياد نافذ كړي۔ په غونډه كښې د مذهبي چارو وزير پير نور الحق قادري، د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داٶد،د بي آئي اېس پي چيئرپرسن ډاکټر ثانيه نشتر، د نېشنل هېلتھ سروسز، ريګوليشنز او کوآرډينېشن لپاره د وزيراعظم خاص سلاحكار ډاکټر فېصل سلطان، د سندھ وزيراعليٰ سيد مراد علي شاه، د بلوچستان وزيراعليٰ جام کمال خان، د ګلګت بلتستان لنډمهاله وزيراعليٰ مير افضل، د اسلامي نظرياتي کونسل چيئرمېن پروفېسر ډاکټر قبله اياز،د سندھ چيف سېکتر ممتاز علي شاه، د خېبرپښتونخوا چيف سېكتر ډاکټر کاظم نياز، د بلوچستان چيف سېكتر کيپټن (ر) فاضل اصغر، د پاپوليشن كونسل اسلام آباد کنټري ډائريکټر ډاکټر زېبا ستار،د يو اېن پاپولېشن فنډ نمائنده لينا موسه ګډون وكړو