د صدر مملكت ډاکټر عارف علوي په مشرۍ كښې آبادۍ لپاره د فېډرل ټاسك فورس درېمه غونډه

اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د صدر مملكت ډاکټر عارف علوي په مشرۍ كښې آبادۍ لپاره د فېډرل ټاسك فورس درېمه غونډه د جمعې په ورځ وشوه. په دې موقع صدرمملكت ډاكټر عارف علوي ووئيل د زياتېدونكې آبادۍ لاره نيولو لپاره دې وفاقي او صوبائي حكومتونو د ټاسك فورس پرېكړې د فاسټ ټرېك په بنياد نافذ كړي، ده ووئيل وزيراعظم ته به د زياتېدونكې آبادۍ مخنيوي لپاره د فنډز زياتولو وايم۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل د مور او د بچو د صحت پالنې پحقله مضامين دې په تعليمي نصاب كښې شامل كړے شي