حکومت د سرمایه کارۍ پالیسيو او اسانيو د لارې د سرمایه کارۍ ډاډګيرنه كوي

اسلام آباد 15 فروری (اے پی پی) د خزانې وفاقی وزیر اسحاق ډار د کے الیکټرك او بيول وفاقی دولتی ادارو ترمينځه د مسئلو حل له د بشپړه مرستې باور وركولو سره ووئيل حکومت د سرمایه کارۍ خپلو پالیسو او اسانيو د لارې بيلو څانګو كښې د سرمایه کارۍ ډاډګيرنه كوي او غیرملکي سرمایه کار د خپلواكه سرمایه کارۍ نظام څخه د استفادې كولو خوښي لري۔ د دې خیالاتو څرګندونه …

اسلام آباد 15 فروری (اے پی پی) د خزانې وفاقی وزیر اسحاق ډار د کے الیکټرك او بيول وفاقی دولتی ادارو ترمينځه د مسئلو حل له د بشپړه مرستې باور وركولو سره ووئيل حکومت د سرمایه کارۍ خپلو پالیسو او اسانيو د لارې بيلو څانګو كښې د سرمایه کارۍ ډاډګيرنه كوي او غیرملکي سرمایه کار د خپلواكه سرمایه کارۍ نظام څخه د استفادې كولو خوښي لري۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د کے الیکټرك پلاوي سره د ملاقات پھ مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ د اوبو او برېښنا وفاقی وزیر خواجه محمد آصف هم پھ دې موقع موجود ؤه ۔ د پلاوي مشري عمر لودھی كوله ٬ده وفاقی وزیر کراچۍ كښې د برېښنا وضعې او د ښار بيلو سيمو كښې د برېښنا ښه والې له د پورته كړو ګامونو څخه خبر كړو۔ پلاوي د کے الیکټرك ادائیګیو او وصولیو په وضعه د بریفنګ نه ځانله د مسلو حل له وراندېزونه هم وركړه۔ په دې مهال ووئيلي شول د شنګھائی پاور په کے۔الیکټرك كښې په سرمایه کارۍ خبرې روانې دي او په دې اړه به چارو له زر تر زره حتمی شکل وركړې شي۔ غونډې ته ووئيلي شوو د کے الیکټرك لوئ همكاره ابراج ډله د پاکستان بنکنګ او روغتيا څانګو كښې تقریباً 15 کروړه ډالره سرمایه کارۍ له ارادہ لري۔وفاقی وزیر د کے الیکټرك او مختلف وفاقی ادارو ترمينځه د مسئلو حل له باور وركړو۔