د وزيراعظم عمران خان په اقتدار كښې د رېلوے په څانګه كښې تاريخ ساز پرمختيائي كارونه كېدونكې دي

APP03-06 ISLAMABAD: August 06 - Federal Minister for Railways Sheikh Rashid Ahmed addressing a press conference. APP photo by Javed Qureshi

اسلام آباد 6 اګست (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان په اقتدار كښې د رېلوے په څانګه كښې تاريخ ساز پرمختيائي كارونه كېدونكې دي، د اېم اېل ون منصوبې اېكنك منظوري وركړې ده٬ دې منصوبه سره به د رېلوے ټول نظام آټومېټك شي، د 6.80 بېليونه ډالرو په لګښت د اېم اېل ون منصوبه كښې به 90 فيصده ملازمتونه پاكستانيانو لپاره مختص وي ٬ د اېم اېل ون منصوبې سره به نه يوازې د رېل ګاډو شمېره زياته شي بلكې د سفر دورانيه به هم كمه شي ، د ناله لئۍ په پروژه به زر لاس پورې كوٶ٬ اېم اېل 2، اېم اېل 3 او 4 منصوبې هم شته، موجوده حکومت به خپله آئيني موده ترسره كوي۔ د زيارت په ورځ پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل نن ټول قام ته مباركي وركول غواړم٬ 14 كاله وړاندې چې په كومه منصوبه ما لاسليك كړې و٬ نن د وزيراعظم عمران خان په حکومت كښې ھغه بشپړېدونكې ده۔ ده ووئيل په دې منصوبه د وزيراعظم عمران خان او د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه مننه كوم ، د دې منصوبې څخه به د كراچۍ او پېښور ترمېنځه د رېل پټلۍ ډل ټرېك به كار كېږي او په منصوبه به د چين په مرسته 6.80 بېليونه ډالره لګښت راځي۔ ده ووئيل منصوبه كښې به 90 فيصده پاكستانې لېبر كار كوي چې ورسره به د يو نيم نه تر دوه لكه كسانو ته روزګار ترلاسه شي۔ شېخ رشيد احمد ووئيل په رېلوے كښې د پېښو رامخئ ته كېدو لوي سوب رېلوے كراسنګ دي، دې منصوبه سره به آټومېټك نظام پېل شي چې په سوبه به ئې نه يوازې پېښو څخه بچ شو بلكې وخت به هم بچت شي۔ ده ووئيل دا د حكومت لويه منصوبه ده او مونږ ورته د رېلوے تاريخ ساز منصوبه هم وئيلې شو ځكه چې په ماضي كښې د رېلوے د پرمختګ په اړه دومره لوئ منصوبې نه وي۔ ده ووئيل اېم اېل ون به د هېواد تقريباً 71 فيصده آبادۍ څخه تېرېږي چې ورسره به وګړو ته د سفر غوره آسانۍ ترلاسه شي۔ ده ووئيل دې سره به د مسافرو رېل ګاډي هم زيات شي كوم چې به د 34 نه زياتېدو سره 140 ته ورسي او د دې نه علاوه به د فريټ سروس ټرېن شمېره هم 16 ته ورسي۔ وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل پېنډۍ كښې په منصوبه په وخت كار كول زمونږ عمر له ترحيج وه ، د ناله لئۍ په كار به هم ډېر زر لاس پورې كوٶ۔ وفاقي وزير د خبري كنفرنس په مهال د ميديا د پوښتنو ځواب وركولو سره ووئيل د وزيراعظم عمران خان حكومت به خپله آئيني موده ترسره كوي او اولس سره كړې لوظنامه به پالي ۔ ده ووئيل په مخالفه ډلې كښې دم خم نه دې پاتې۔