اسلام آباد ۔ 15 فروری (اے پی پی) د يو اېس نېول فورسز د سنټرل كمانډ كمانډر وائس اېډمرل كيون اېم ډونګان د شورو په ورځ د پاك نېوي مركزي دفتر ته لاړو او د بحريې مشر اېډمرل محمد ذکا ء اللہ سره ئې ملاقات كړې۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې د چارو پشمول د بحريې د دوه اړخيزه مرستې او د بحرهند د منطقې په امنيتي وضعه …
د يو اېس نېول فورسز د سنټرل كمانډ كمانډر وائس اېډمرل كيون اېم ډونګان د نېوي مركزي دفتر ته لاړ
اسلام آباد ۔ 15 فروری (اے پی پی) د يو اېس نېول فورسز د سنټرل كمانډ كمانډر وائس اېډمرل كيون اېم ډونګان د شورو په ورځ د پاك نېوي مركزي دفتر ته لاړو او د بحريې مشر اېډمرل محمد ذکا ء اللہ سره ئې ملاقات كړې۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې د چارو پشمول د بحريې د دوه اړخيزه مرستې او د بحرهند د منطقې په امنيتي وضعه خبرې وشوې۔ د بحريې مشر د امريكن نېوي په امن مشق 2017 كښې په ګدون كولو د كمانډر مننه وكړه ۔ په دې د يو اېس نېول فورسز د سنټرل كمانډ كمانډر وائس اېډمرل كيون اېم ډونګان كراچۍ كښې د ګڼو هېوادونو د بحري مشقونو امن 2017 د كاميابۍ ستائنه وكړه كوم كښې چې د 37 قامونو خپل بېړيو ٬ ائير كرافټ٬ چورلكو ٬ اسپیشل آپریشنز فورسز/ د چاٶدېدونكو توكو شنډولو ډلو ٬ مېرينز ډلو سره سره مبصرينو ګډون كړې دې











