د پاكستان ټول سياسي ګوندونه د هېواد دفاع غوندې د مقبوضه كشمير آزادۍ او دفاع لپاره هم يو موټے دي

كوئټه 05 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري وئېلي دي مودي سركار آرټيكل 370 او 35 اے ختمولو سره په جبري توګه مقبوضه كشمير د هند برخې ګرځولو هڅه كولو سره د مقبوضه كشمير د اولس د خپلواكۍ په حق ډاكه اچولې۔ د پاكستان ټول سياسي ګوندونه د هېواد دفاع غوندې د مقبوضه كشمير آزادۍ او دفاع لپاره هم يو موټے دي۔د شورو په ورځ د كشمير د استحصال ورځې په موقع قاسم خان سوري په خپل پیغام كښې ووئيل د كال 2019م د اګست په پنځمه نېټه نريندر مودي د خپل هېواد د قوانينو او د مقبوضه كشمير په اړه د ملګرو ملتونو د قراردادونو خلاف ورزي كولو سره په مقبوضه كشمير غېر آئيني جارحيت كولو سره د آئين آرټيكل 370 او 35 اے له مخې د كشمير تسليم شوې متنازعه سيمې د هند برخې ګرځولو هڅه كړی او د مقبوضه كشمير د اولس په حق ئې ډاكه اچولې۔د دې اقدام نه يوازې كشمير او پاكستان بلكې نورو هېوادونو او د بشري حقونو نړيوالو تنظيمونو هم سخت مخالفت كړے۔ده ووئيل د پاكستان اولس به د كشمير آزادۍ او د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره د هېڅ ډول قربانۍ نه ډډه ونه كړي