د بلوچستان عوامی پارټۍ قیادت د كشمیریانو د خپلواكۍ حق ترلاسه كيدو له لوظي دے

كوئټه 05 اګست ( اے پی پی) د بلوچستان عوامی پارټۍ مركزی لارښود محمد عبد القادر وئيلي دي د 5 اګست 2019 راهسې مقبوضه كشمیر كښې د هندي پوځ محاصرې نه پس د كشمیریانو د بشري حقونو سختې خلاف ورزۍ روانې دي، د بلوچستان عوامی پارټۍ قیادت د كشمیریانو د خپلواكۍ حق ترلاسه كيدو لپاره په بشپړي ډول لوظي دے، د كوئټې پشمول ټول بلوچستان كښې د بلوچستان عوامیپارټۍ د سيورې لاندې د هندي ظلمونو په ضد د 5 اګست د كشمير استحصال ورځې په مناسبت سره احتجاجی مظاهرې،سیمینارونه او لاريونونه كرې دي، د دې خيالاتو څرګندونه ده خپل كور كښې د ګوند كارمندانو سره په خپلو خبرو كښې وكړه،د بلوچستان عوامی پارټۍ مركزی لارښود محمد عبد القادر ووئيل هند د 5اګست غیر قانونی اقداماتو په نتيجه كښې مقبوضه جمو او كشمیر كښې د مزاحمت نوې دور پيل شوے، د مودی په مشرۍ كښې د هند حكومت د هيواد د آئین آرټیكل 370 او 35 اے ختمولو سره د ملګرو ملتونو سلامتی كونسل د قراردادونو خلاف ورزی كړې ۔ ده ووئيل هند په مقبوضه كشمیر كښې ګڼ عسكر تعیناتولو سره كرفيو نافذ كړې او دغسې سیاسی لارښود ئې نيولي دي