وزیراعظم عمران خان بیروت چاؤدنو كښې په شوي قیمتی ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه

اسلام آباد 05 اګست (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د لبنان پايه تخت بیروت كښې د چاؤدنو په نتيجه كښې په شوې قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې ده ۔ د شورو په ورځ خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل مونږ په دې سخت وخت كښې د لبنان خپلو وروڼو سره د يووالي څرګندونه كوو او د هغوي په دې غم كښې برابر شريك يو۔ ده دعا اوكړه چې لوي څښتن دې ژوبل كسانو له ښه صحت او غمجنيو كورنيو له د زغم توفيق وركړي