د ترهه ګرۍ په مسئله بايد سياست ونكړې شي

اسلام آباد ۔ 15 فروری (اے پی پی ) د اطلاعات او خپرونو او قامي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي د ترهه ګرۍ په مسئله بايد سياست ونكړې شي۔ په دې مسئله بايد ټول يو موټي شي۔ تر كومې چې يو ترهه ګر هم پاتې وي دا جنګ به روان وي۔ د ترهه كرۍ په ضد د اولس قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ د تېرو درې نيمو …

اسلام آباد ۔ 15 فروری (اے پی پی ) د اطلاعات او خپرونو او قامي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي د ترهه ګرۍ په مسئله بايد سياست ونكړې شي۔ په دې مسئله بايد ټول يو موټي شي۔ تر كومې چې يو ترهه ګر هم پاتې وي دا جنګ به روان وي۔ د ترهه كرۍ په ضد د اولس قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ د تېرو درې نيمو كلونو په مهال د ترهه ګرۍ ختمولو له عملي ګامونه پورته كړې شوي او ضرب عضب عمليات او د كراچي آپرېشن سره ترهګري ښكاره كمه شوې ۔ په درې كالو كښې د ترهه ګرۍ پېښو شمېره 2200 څخه 160 ته راغلې۔ دې ووئېل دا كمې د وزيراعظم د مشرتابه ٬ د چوهدري نثار علي خان د شپې ورځې خوارۍ او د صوبو د فعاله تګلارې نتيجه ده۔ د ترهه ګرۍ ختمولو له اولس او امنيتي ادارو ځانګړې قربانۍ وركړې۔ مريم اورنګزېب ووئېل عمران خان سپريم كورټ ته راځي ولې الېكشن كمېشن ته نه ځي۔ په الېكشن كمېشن كښې د غمران خان دريځ دا دے چې آف شور كمپنۍ ښودل ضروري نه دي۔ د هغه د مني لانډرنګ ٬ ټېكس غلا مقدمه چرته تلې۔ دې ووئېل زمونږ پاناما کېس كښې مصدقه دستاوېزات عدالت كښې جمع كړې ولې زمونږ دستاوېزات کاؤنټر كولو له عمران يو كاغذ هم وړاندې نه كړې شو۔ عمران خان بايد په پاناما سياست بند كړي۔ مريم اورنګزېب ووئېل اوس هم وخت دے چې هغه مثبت سياست ته مخ كړي او د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې خپل كردار ترسره كړي۔ خېبر پختونخوا كښې اوس هم د منصوبو فزېبلټيز جوړېږي او د وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې د مسلم ليګ (ن) حکومت د مېګا پروژو پرانسته كوي۔ دوهمې وزيرې د شورؤ په ورځ سترې محكمې څخه بهر ميډيا سره خبرې كولې۔ دې ووئيل ترهګر دا ګڼي چې په دې ناوړه كار به د قام عزم كمزورې شي ولې د ترهګرۍ هرې پېښې نه وروستو زمونږ عزم لا مضبوطېږي۔ د وزیراعظم په مشرۍ كښې د ترهګرۍ په ضد ټول عمليات به روان ساتلې شي۔ د پاناما كېس په اړه مريم اورنګزېب ووئيل عمران خان نن د غلط تاثر وركولو هڅه كړې چې ثبوت نه وړاندې كوي۔ حقیقت دا دے چې ستره محكمه كښې ټول ثبوتونه او دستاوېزات جمع كړې شوي۔ دې ووئيل عمران خان بايد د فعاله اپوزيشن كردار ترسره كړي۔ دې ووئيل عمران خان بايد د خېبرپختونخوا اولس خذمت وكړي۔ خېبرپختونخوا كښې د پروژو فزیبلټیز جوړېږي او د وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرتابه كښې د مسلم ليګ (ن) کی حکومت مېګا پروژو پرانسته كوي۔