د مسلم لیګ (ن) قیادت هيڅ ډول استثنٰي نه ده غوښتې

اسلام آباد 15 فروری (اے پی پی) د مسلم لیګ (ن) لارښود دانیال عزیز وئيلي دي د عمران خان د تېښتې ورځي راغلي او مونږ به هغه عدالت ته وړاندې كوو او اولس ته به د هغه اصل څهېره پھ ډاګه كوو۔ د سپریم کورټ په خوا كښې ميډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل پی ټی آئی د پاکستان يواځنې ګوند دے د كوم چیئرمېن عمران خان او عمومي …

اسلام آباد 15 فروری (اے پی پی) د مسلم لیګ (ن) لارښود دانیال عزیز وئيلي دي د عمران خان د تېښتې ورځي راغلي او مونږ به هغه عدالت ته وړاندې كوو او اولس ته به د هغه اصل څهېره پھ ډاګه كوو۔ د سپریم کورټ په خوا كښې ميډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل پی ټی آئی د پاکستان يواځنې ګوند دے د كوم چیئرمېن عمران خان او عمومي سيكتر جهانګیر ترین چې د کرپشن اعتراف کړے ۔ ده ووئيل جهانګیر ترین د خپلو اثاثو پټولو ، د نامزدګۍ کاغذونو او ټیکس ریټرن په اړه بيلې قصې كړي، د خپل ډرائیور او نوكر په نامه کاروبار او د جعل سازۍ اعتراف کولو نه پس ئې جرمانه هم وركړې ۔ دانیال عزیز ووئيل عمران خان او جهانګیر ترین پخپله کرپشن كوي او نورو له د انصاف درس وركوي دغسې د مسلم لیګ (ن) قیادت خپل ځان عدالت ته احتساب له وړاندې كړې۔ ده ووئيل عمران خان د 2012 ء حساب وركولو له چمتو نه دے او مسلم لیګ (ن) د تيرو 50 كلونو حساب وركوي۔ ده ووئيل د عمران خان د تېښتې ورځي راغلي مونږ به هغه عدالت ته وړاندې كوو او اولس ته به د هغه اصل مخ پھ ډاګه كوو، ده ووئېل عمران خان او جهانګیر ترین د د غير قانوني كاروبار اعتراف کړې او استثنٰي غواړي۔ ده ووئيل د مسلم لیګ (ن) قیادت د لوظ ترمخه خپل ځان عدالت ته وړاندې كړې او هيڅ ډول استثنٰي ئې نه ده غوښتې۔(