غلنئ 15 فروري (اے پي پي) د مومند اېجنسې د هېډكوارټر په دوازه ځانمرګي بريد كوونكي خپل ځان په چاودنه والوزولو٬ په بريد كښې د لېويز درې اهلكار شهيدان او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي۔ د پوليټكل انتظاميې له مخې دا پېښه د شورو په ورځ هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې يو ځانمرګي بريد كوونكي د ځائي پوليټكل انتظاميې هاؤسنګ كالونې ته د ننوتلو هڅه وكړه۔ كله چې …
د مومند اېجنسې د هېډكوارټر په دوازه ځانمرګي بريد كوونكي خپل ځان په چاودنه والوزولو
غلنئ 15 فروري (اے پي پي) د مومند اېجنسې د هېډكوارټر په دوازه ځانمرګي بريد كوونكي خپل ځان په چاودنه والوزولو٬ په بريد كښې د لېويز درې اهلكار شهيدان او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي۔ د پوليټكل انتظاميې له مخې دا پېښه د شورو په ورځ هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې يو ځانمرګي بريد كوونكي د ځائي پوليټكل انتظاميې هاؤسنګ كالونې ته د ننوتلو هڅه وكړه۔ كله چې ده ته په دروازه د ودرېدو ووئيل شول نو ده خپل ځان په چاودنه والوزولو او په نتيجه كښې ئې د لېويز 3 اهلكار شهيدان او ګڼ شمېر ژوبل شول۔ د آئي اېس پي آر له مخې په موټر سائيكل سوارو په دوه بريد كوونكو كښې يو په دروازه كښې ځان په چاودنه والوزولو٬ دويم د امنيتي اهلكارو په ډزو كښې ووژل شو۔ امنيتي ادارو ته د افغانستان څخه مومند اېجنسې ته د ننوتونكو ځانمرګي بريد كوونكو په اړه انټيلي جنس اطلاعات وو۔ د پوليټكل انتظاميې له مخې لېويز اهلكارو په هاؤسنګ كالونې كښې د لېوېز د ګڼ شمېر نورو اهلكارو ژوند بچ كولو سره خپل ځانونه قربان كړل۔ ژوبل شوي كسان د پېښور لېډي ريډنګ روغتون ته رسول شوي دي۔ د چاودنې نه پس سيمه محاصره كړې شوه او په دې بزدلانه بريد كښې د ككړو مجرمانو نيولو لپاره عمليات پېل كړے شول۔











