ماسكو 27 جولائی (اے پی پی) روس كښې د سماجی كاروباري ادارو شميره په يو كال كښې تر 50 زره رسيدلې ده ، د دې مقصد غریبو او حاجتمندو كسانو له ضروري څيزونه او خذمات په آرزانه بيعه وركول دي۔ د روس چیمبر آف كامرس اینډ انډسټریز صدر سرګئی كترین تاس ته ووئيل د سماجی كاروباری ادارو جوړول د صدر ولادیمیر پیوټن د اړخه په 26 جولائی 2019 د يو قانون منظورۍ نه پس عملي شوي كوم چې دومره كامیاب دي چې تر اوسه هيواد كښې 50 زره سوشل انټرپرائزز جوړ شوي۔ ده ووئيل هيواد كښې 50 زره كمپنۍ د سوشل انټرپرائزز كار كوي چرته چې غریب او حاجتمندو له ضروری څيزونه او خذمات په كمه بيعه وركړے كيږي