د بلوچستان په قامي پرمختګ كښې شاملولو ته حكومت تر ټولو وړومبې پاملرنه كوي

اسلام آباد 14 فروری (اے پي پي) د پرمختګ او منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د بلوچستان په قامي پرمختګ كښې شاملولو ته حكومت تر ټولو وړومبې پاملرنه كوي٬ صوبه كښې د 200 اربه روپو ماليت د سترو لارو منصوبې به د دوه نه تر 5 كالو ترسره شي ٬ بلوچستان كښې د انقلاب بنياد اېښودلې كېږي ٬د سی پېک لوئيديز روټ د ټولو ګوندونو په …

اسلام آباد 14 فروری (اے پي پي) د پرمختګ او منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د بلوچستان په قامي پرمختګ كښې شاملولو ته حكومت تر ټولو وړومبې پاملرنه كوي٬ صوبه كښې د 200 اربه روپو ماليت د سترو لارو منصوبې به د دوه نه تر 5 كالو ترسره شي ٬ بلوچستان كښې د انقلاب بنياد اېښودلې كېږي ٬د سی پېک لوئيديز روټ د ټولو ګوندونو په سلا جوړ كړے شوے۔ او د 6 مياشتو په ريكارډ موده كښې زمكه ترلاسه كولو سره د تعمير كار پېل كړے شوے۔ تر كال 2018ء به د 4 لائنونو سړك جوړولے شي كوم بھ چې وروستو 6 لائنونه كولې شي۔ د نهې په ورځ د سېنټ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سراج الحق د پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل د سی پېک په ختيز او لوئيديز روټس جوړېدونكې منصوبې بلوچستان، پنجاب، خېبر پختونخوا او د سندھ پشمول هره صوبه كښې دي۔ د 9 اکنامک زونز جوړولو پرېكړه شوې۔ د فاټا او آزاد كشمير پشمول ټولو صوبو كښې به اقتصادي ځايونه جوړولې شي۔ د يو اقتصادي ځائې د ټاكنې پرېكړه به اړوند حكومت كوي۔ د صوبو په سلا دا اقتصادي زونز جوړولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل ډېرہ اسماعیل خان، مغل کوټ، ژوب روټ اپ ګرېډ كولې شي۔ وزیراعظم د څلور لائنونو موټروے جوړولو منظوري وركړې۔ قلات، کوئټه، چمن منصوبه مونږ بشپړ كړے۔ حكومت دې لپاره فنډز جاري كړې۔ بلوچستان كښې د 200 ارب روپو ماليت سړكونو منصوبې به 2 نه تر 5 كلونو موده كښې پايې ته ورسولې شي۔ بلوچستان په قامي پرمختګ كښې شاملولو ته حكومت تر ټولو اول پام لرنه كوي۔ بلوچستان كښې د انقلاب بنياد اېښودلے شي۔ ټولې سترې لارې په ترجيحي بنيادونو ترسره كولې شي