قام د وسله وال پوځ٬ پوليس او د عامو وګړو قرض دارے دے چا چې د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ په ضد جنګ كښې د خپلو ځانونو قرباني وركړی

اسلام آباد 14 فروری (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي قام د وسله وال پوځ ٬پوليس اهلكارو او د عامو وګړو قرض دارے دے چا چې د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ په ضد جنګ كښې د خپلو ځانونو قرباني وركړی ده ٬د هغوي قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ لاهور كښې د ترهه ګرۍ پھ پېښھ كښې په قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونې سره اولس مشر …

اسلام آباد 14 فروری (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي قام د وسله وال پوځ ٬پوليس اهلكارو او د عامو وګړو قرض دارے دے چا چې د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ په ضد جنګ كښې د خپلو ځانونو قرباني وركړی ده ٬د هغوي قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ لاهور كښې د ترهه ګرۍ پھ پېښھ كښې په قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونې سره اولس مشر ووئيل ټول قام غمجن او د هغوي د كورنيو په غم كښې برابر شريك دے ٬ په دې ډول ناوړه بريدونو د قام عزم كمزورې كېدې نه شي۔د رياست ټولې ادارې او قام د ترهه ګرۍ لعنت ختمولو له يو موټے دي٬ضرب عضب عمليات به تر آخري ترهه ګر روان وي٬د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ ايوان صدر كښې د وفاقي تعليمي بورډ 32 كلنې ايوارډ وېشلو دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔اولس مشر ووئيل د تېرو څو كلونو پھ مهال د هېواد معاشي وضعه ښه شوې۔دغسې پھ هېواد كښې غېر ملكي سرمايه كاري زياته شوې۔اولس مشر باور څرګند كړو چې د هېواد سباؤن روښانه دے۔ده ووئيل د تېرو څو كلونو په مهال بدعنواني كمه شوې چې ورسره د هېواد نيك نامي شوې۔ده ووئيل كرپشن يو لعنت دے او د دې لعنت ختمولو لپاره به ځوانانو له كردار ترسره كول وي۔اولس مشر ووئيل په نړۍ كښې هغه قامونه مخ پھ وړاندې ځي چا چې د علم او تعليم سرلوړي باوري كړې او بيا هغه د اولسي ښېګړو لپاره وكاروي۔اولس مشر قامي تعمير كښې د تعليم اهميت رامخې ته كولو سره ووئيل په ټول هېواد كښې معياري تعليم او تحقيق ته پام لرنې كولو ته اړتيا ده۔اولس مشر ووئيل پھ سيمه كښې چائنا پاكستان اقتصادي راهدارۍ په صورت لويې بدلون رامخې ته شوې۔دې سره به نه يوازې پاكستان بلكې د ټولې سيمې لپاره د پرمختګ او څوكالۍ موقعې راپیدا شي۔ده ووئيل د ځوانانو ذمه واري ده چې د پاكستان چائنه اقتصادي راهدارۍ موقعو ترمخه جديد تعليم ترلاسه كړي۔اولس مشر ووئيل ځوانان د هېواد د آبادۍ نيمه برخه ده كه هغوي بهر هېواد ته هم ځي نو بايد هغوي پھ اړوندو څانګو كښې تعليم ترلاسه كړي۔اولس مشر زده كونكو ته ووئيل د خپل مور او پلار او استاذانو تل له احترام وكړي ځكه چې د هغوي د دعاګانو او د هڅو په نتيجه كښې كاميابي ترلاسه كېږي۔پھ دې موقع د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزير احسن اقبال خپل خطاب كښې ووئيل د سائنس او ټېكنالوجي لپاره يوه خاص اداره جوړولې شي۔ده ووئيل 20 زره پي اېچ ډي سكالران د سباؤن د بشري وسائلو حاجت تر سره كولو له رامخې ته كول دي۔په دې موقع د فني تعليم او تربيې دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمان ووئيل معياري تعليم ته حكومت پام لرنه كوي او د حكومت د ښه پالېسو پھ سوب سكول ته د تلوونكو زده كونكو شمېره زياته شوې۔اولس مشر ايوارډ ترلاسه كونكو زده كونكو له مباركي وركولو سره ووئيل د هېواد سباؤن له دا ډول اعزازات ترلاسه كولو لپاره زياتې هڅې وكړي۔په دې موقع اولس مشر د لاهور ترههګرۍ په پېښھ كښې د حق رسېدليو لپاره دعا هم وكړه۔