اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفيره تهمينه جنجوعه خارجه سېكتره غوره كړې ده ۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې غوره كړی شوې خارجه سېكتره تهمينه جنجوعه به د مارچ په وړومبنۍ اونۍ كښې خپلې ذمه واري تر سره كول پېل كړي ۔تهمينه جنجوعه يوه سينئر او تجربه لرنكې سفارتكاره ده۔ هغه د سفارتكارۍ 32 كاله تجربه …
وزيراعظم محمد نواز شريف تهمينه جنجوعه خارجه سېكتره غوره كړه
اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفيره تهمينه جنجوعه خارجه سېكتره غوره كړې ده ۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې غوره كړی شوې خارجه سېكتره تهمينه جنجوعه به د مارچ په وړومبنۍ اونۍ كښې خپلې ذمه واري تر سره كول پېل كړي ۔تهمينه جنجوعه يوه سينئر او تجربه لرنكې سفارتكاره ده۔ هغه د سفارتكارۍ 32 كاله تجربه لري ۔هغې د قائداعظم پوهنتون او د امريكې كولمبيا پوهنتون څخه 2 ماسټر ډګرۍ ترلاسه كړي۔په كال 2011 كښې د خارجه وزارت وياندې ذمه وارۍ تر سره كولو سره سره دسمبر 2011 څخه تر اكتوبر 2015 اټاليه كښې سفيره پاتې شوې او د اكتوبر 2015 څخه ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي په حېث ذمه واري ترسره كوي











