هاوسنګ سېكټر – د اقتصادي بحالۍ په لار اغستے ګام

هيله ده چې د كورونو جوړول يعنې د هاوسنګ سېکټر هڅې به د اقتصادي ودې موقع وګرځي او د چېلنجونو مخ نوي سره به د ادائيګو توازن ٬ د جاري حساب خساره كمولو ٬ د نرخونو نه زياتېدو او د هر څه نه زياته د كووېډ – 19 په ضد مبارزې لپاره به د هېواد مرسته وكړي۔ حکومت په دې ستونزو او مشکلاتو قابو موندلو لپاره راوړاندې شوے او وزیراعظم عمران خان پخپله د اپریل په وړومبۍ اوونۍ كښې د هاوسنګ او نورو اړوندو سېكټرو لپاره پېكج  اعلان كړو۔ د دغې  پرېکړې مقصد هیواد کښې اقتصادي فعالیتونه رامخې ته كول وو۔ چې پكښې مهم اعلانونه د كال 2020 په مهال په دې سېكټر كښې سرمايه كارۍ كوونكو څخه د هغوي د آمدن پوښتنه نه كول دي  او دوی به د  فېكس ټېكس رجيم څخه هم ګټه پورته کولې شي ، وزیراعظم وئيلي دي په دې پېكچ  کښې د مالیو محركات ، معافیتونه او د سيلز ټېكس سبسيډي، د سرمايه كارو تر لاسه راوړل مالیه او موضوعي مالیه شامله ده. په هر مربع متر ثابت قیمت مالیه له پانګوالو (سرمايه كارو) څخه اخیستل کیږي. هغه کسان چې په نوي پاکستان هاؤسنګ پروګرام کښې سر مايه كاري کوي هغوي ته به په ټاکل شوي مالیه كښې 90٪ تخفیف ورکولے شي۔ وزیراعظم  په پنځو او لسو مرلو کورونو د سبسیډي خصوصي مالي مرسته اعلان کړې ، د کور جوړولو لپاره د 5 سلنه بانکونو تمویل او د جوړونکو اسانتیا لپاره د ون ونډو آپرېشن هم وزيراعظم اعلان کړے.هغه ووئیل د نوي پاکستان هاؤسنګ پروجېکټ لاندې د متوسط ​​او كمزورو طبقو لپاره د ارزانه کورونو جوړولو په غرض ابتدائي پړاؤ لپاره 30 اربه روپۍ د سبسیډي په توګه بېلې كړې شوي۔ وزيراعظم ووئيل د پنځه او لسو مرلو پورې کورونو لپاره د بېنک به قرض مارك اپ به په ترتیب سره پنځه او اووه فیصده وي دا به د اقتصادي ودې لپاره مرستياله وګرځي.وزيراعظم ووئيل مونږ د قرضونو اېن او سي او مالي پېچيده پروسس ساده كووؤ۔  د قومي همغږۍ کمیټي به د کور جوړولو په مالي چارو کښې د پاکستان سټیټ بېنک او تجارتي ېانکونو سره اړوند  پراسز كښې ستونزې لرې كولو له كردار ولوبوي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ پرېكړه کړې  چې د اېن او سيز شمیر کم کړؤ، د ون ونډو اپرېشن لپاره ویب پورټل لانچ كوؤ چې عمل به یې د وخت سره سم وي۔ عمران خان ووئيل د کووېډ 19  د لاسه نړيوال اقتصادي بحران رامخې ته شوے او پاكستان هم ورسره ځپلے شوے۔ مونږ د کورونو جوړولو سېكټر د هڅولو پرېکړه کړې ځکه چې دا به اقتصادي فعالیت او د كار موقعې رامینځته کړي او په هیواد کې بې کوره بې وزلو ته به د سر پټولو ځایونه برابر کړي۔ حکومت دا هم پرېکړه کړې چې د كال 2020 دسمبر مياشتې تر 31 مې نېټې د هاوسنګ په سېكټر د مصرف شوو پیسو سرچینې تر پوښتنې لاندې نه راولي ځکه چې وزيراعظم  سر مايه كارو  ، جوړونکو او خلقو ته له دې فرصت څخه ګټه پورته كول غواړي او دا به پاكستان كښې د كوم هم حكومت اولنې او ځانګړے ګام دے۔

حکومت د نوي پاکستان د کورونو جوړولو او پراختیا ادارې  بل ، 2019 تصویب کړو او د مليونونو په شمېر خلقو رجسټرېشن سره په دې سكيم لوے غبرګون ثبت كړو۔  د تعمير سېكټر د هیواد په اقتصاد کښې یو له لويې مرسته کونکو څخه دے چې د ټول کار ځواک اتیا سلنه کار کوي.  وزیراعظم عمران خان او د هغه ډله د  پروژې بریالیتوب لپاره په هڅه كښې ده۔ د حکومت د غریب پلوه سیاست ستائلو سره د اطلاعاتو او خپرونو وزیر سناتور شبلي فراز ووئيل د وزيراعظم عمران اصل پام د ټولنې د بې وزله او بې وسه طبقو خېر ښېګړې پلو دے۔ “تعميري صنعت لپاره د تاریخي پېكج اعلان یو مناسب او په وخت ګام ؤ ځکه چې دې سېكټر سره به تر 40 تړلې صنعتونو ته ګټه وشي او په نتيجه كښې به ئې اقتصادي بحالي رامخې ته شي۔ هغه د استوګنې سېكټر ته وده وركولو كښې د حكومت جدي پاملرنه تکرار کړه او ویې وئیل ، د کور جوړونې ملي همغږي کمیټي د جنرال حيدر په مشرۍ كښې د ولاړو خنډونو لرې كولو له جوړه كړې شوې ده۔ هغه زياته کړه چې حكومت د خنډانو په لرې کولو او د ماليې د کمولو ، د ون ونډو د عملي کولو او د اېن او سي  پروسې ساده کولو له لارې د تعمير سېكټر ته اسانۍ برابروي. زموږ هدف په لومړي پړاو کې 100زره کورونه جوړول دي۔ هغه وویل دا د حكومت هدف دې چې د کم آمدن لرونکو خلکو د كورونو درلودلو خوبونه د اېن او سي ترلاسه كولو پېچلې پروسې ٬ د كور ډيزائنونو تصويب ٬ د برېښنا او ګاز شبكې تصويب او له هر څه زيات د بانك تمويل آسانولو د لارې ريښتيا كړي۔ سوداګریزو بانکونو ته لارښوونه شوې چې د خپل قرض پورټ فولیو پنځه سلنه د تعمير صنعت لپاره ځانګړي کړي چې له مخې به یې  300 بلين روپو سره حكومت بې وزليو ته د130  بلين روپو سبسډي وركوي۔ وفاقي وزیر ووئیل حکومت غواړي چې جوړونکي او پراختیا کونکي له دې پېكج څخه بشپړه ګټه پورته كړي او خپلې پروژې د دسمبر 31 مې نېټې نه وړاندې پېل كړي۔

د نیا پاکستان هاؤسنګ ډوېلپمنټ اتھارټی (اېن پی اېچ ډی اے) چيئرمېن لېفټننټ جنرال (ر) انور علی حېدر د حکومت د تعمير صنعت فعاله كولو وژن په اړه هم ووئيل  كوم به چې د يو شمېر نورو صنعتونو په ګټه وي او دې سره به اقتصادي هلې ځلې او د كار موقعې رامخې ته شي۔ هغه هیله څرګنده کړه چې سوداګري اسانه کولو له د اسنادو ساده کولو پروسه او نور اقدامات به د تعمير صنعت كښې  سرمايه كارۍ لپاره د ډېرو سرمايه كارو راجلبولو کښې مرسته وکړي. هغه ووئيل په تیرو وختونو کښې د سرمايه كارو لپاره تصویب ترلاسه کول يو ګران كار وو ولې اوس حکومت د تعمير سېكټر سرمايه كارو ته دا تصويب آسان كړې دې چيئرمېن ووئيل د هاؤسنګ سېكټر لپاره رامخې ته شوې اېن سي سي به د کور جوړونې په مالي چارو کښې پاکستان اسټیټ بانک او تجارتي بانکونو سره اړوند پروسس کښې د ستونزو مخه نیولو کښې هم خپل كردار ترسره كړي۔ دا به د قرضو توزیع پروسې ساده کول هم باوري كړي او نورو ستونزې به لرې كړي۔ هغه سرمايه كارو ، جوړونکو او خلکو ته غږ وکړو چې د 2020 کال دسمبر مياشتې تر 31 دې فرصت څخه ګټه پورته کړي ولې چې دا هېواد كښې د حكومت لخوا اعلان كړې شوې ځانګړې پېكج دے۔

هغه ووئیل هغه سرمايه كارو څخه به د آمدن سرچينې پوښتلې نه شي كوم چې د تعمير په صنعت كښې د دسمبر تر 31 مې نېټې پانګونه كوي۔ دوئي بايد دې فرصت څخه ګټه پورته كړي ولې چې دا هېواد كښې د كوم حكومت لخوا پورته كړې شوې يو ځانګړې ګام دے۔ د پاكستان د جوړونكو او پراختيا كوؤنكو اتحاد  چيئرمېن محسن شېخاني د دې پېكج هركلي كولو سره ووئيل په 70 كاله كښې په لومړي ځل کوم حکومت د استوګنې سېكټر صنعت اعلان كړے دے۔ هر فورم كښې په دې بحث شوې او دا اقدام به د پنځه ملیونه کورونو جوړولو او 15 ملیونو ملازمتونو رامینځته کولو هدف ترلاسه کولو کښې مرسته وکړي۔ که چرې حکومت په پیل كښې د یو ملیون کورونو جوړولو کار پیل کړي ، نو دا به د كار 2.5 ملیونه موقعې رامخې ته كړي او له 40 تر 72 پورې تړلې صنعتونو ته به وده ورکړي. دا پېكج به د تعمير صنعت لپاره ډېر ګټور وي۔ هغه یادونه وکړه چې کوویډ – 19 په ټوله نړۍ کې اقتصادي وده ورو کړې خو مونږ باور لرو چې پدې پروژه کې ګړندې پرمختګ به اقتصادي بدلون راوستلو کښې مرسته وکړي.شيخاني ووئيل د ودانولو صنعت زمونږ د اقتصاد د ملا تير دے او د دې وده کول به د کورونو په کموالي قابو موندلو ، د تړلې صنعتونو وده كولو او د كار موقعو په رامخې ته كولو كښې مرسته وكړي۔

عابد قیوم ، یو اقتصاد پوه او  د تعمير سېكټر اقتصادي پرمختګ لپاره د سباؤن محرک ځواک په توګه ویني. ده د وزيراعظم  پېكج خوشبينه ګرځولو سره د عامو وګړو په ګټه د ددې ډول نورو ګامونو پورته كولو غوښتنه وكړه۔ ده ووئيل  خلکو ته دې د کورونو د قبلولو وړ میاشتنۍ قسط ورکولو له اسانۍ ورکړې شي دغسې چې دوئي پايه كښی ددې كورونو مالكان جوړ كړې شي۔ هغه وړاندیز وکړو چې د عام او نجي سېكټر ترمنځه دې همغږي رامینځته کړې شي او د استوګنې او اړونده سېكټرو لپاره دې مالیاتي اسانۍ پراخه كړي۔ عابد قيوم  ته وړاندېز وکړو چې د نجي جوړونکو او پراختیا کوؤنکو ډاډګيرنه كولو له دې دوئي ته د ټیټ لګښت استوګنې يونټس رامینځته کولو هدف ورکړي او بانکونه دې په اسانو شرطونو قرضه وركړي۔ د حكومت په اخلاص سره پورته كړی ګامونه به مېوې ولري۔

جوړونکو او د املاکو اجنټانو هم دغه پېكج ته د سېكټر بیا رغونې له د یو لوی ګام په توګه كتلي دي ځکه دوی تمه لري چې د حكومت هڅونې به د سیمه ایز او بهرني سرمايه كارو باور بیرته بحال كړي۔ کلیدي څيز د سرمايه كارو باور او د تعمير سېكټر ته د صنعت درجه وركول دي كوم به چې د سرمايه كارو باور بحالولو كښې مرسته وکړي. د مكين ماركيټنګ پرائېوټ لمېټېډ اي او ووئيل مونږ د تحریک انصاف حکومت مننه کوو۔ د بحریه ټاون او بليو ورلډ سټي پراجېكټ جوړونكې حسن طلال ووئيل د مالیې منطقي کول به هم مثبت اغیز ولري۔  به د تعمير صنعت په وده کې هم مرسته وکړي. طلال د استوګنې يونټس غوښتنې پوره کولو او د كوچنيو او سترو تعميري منصوبو ترمينځه خلا ډكولو لپاره د لوړو ودانیو جوړولو وړاندیز وکړو۔

حمد احسن ، یو جوړونکی او د کورنیو چارو ډیزاینر٬ هم د تعمير صنعت بيا ټرېك ته د راستنولو عمل ته  د اقتصاد بيا رغونې لپاره د حكومت د يو فعاله او ګټور ګام په توګه ګوري۔ د تعمير سېكټر له پورته كړې شوې دا ګام به 40 تړلې سېكټرو له د سوداګرۍ او د روزګار موقعې رامخې ته كړي۔ که چرته دغه لړۍ دغسې دوام ولري نو د پنځو ملیونو کورونو جوړولو هدف به ترسره شي۔ هغه د بانک قرضونو ، تضمینونو او د سوداګرۍ تحفظ په لړ كښې ټھېكه دارانو او كوچنو جوړونكو لپاره د ګامونو پورته كولو غوښتنه وكړه۔ هغه مزدورانو لپاره د دوئي د روغتیا ، بیمې او نورو آسانيو غوښتنه هم وكړه كوم چې د كار په ځائې كښی تل د ژوبل كېدو خطر سره مخ وي۔ دوی د دې سېکټر په وده كښې خو كليدي رول لوبوي ولې د ژوبل كېدو او معذور كېدو په صورت كښې د ګامونو كمې دې۔

نجي هاؤسنګ سوسائټيز هم دې پېكج ته د املاکو سوداګرۍ ودې لپاره د یو پياوړي ګام په توګه ګوري او دا د حکومت یو عالي كار بولي۔ “دا د كوم حكومت لخوا يو سېكټر لپاره د کووېډ – 19 په ډول وباﺀ په مهال پورته كړے تر ټولو غوره ګام دے”۔ د سوېلين كوآپرېټيو هاؤسنګ سوسائټي (سوان ګارډن) سېكتر محمد منشا ساهي ووئيل دا به د بحراني وختونو تیریدوله مرستياله وګرځي ولې مونږ د پېكج په بشپړه توګه عملي كول غواړو۔  ده ووئيل زمونږ سېكټر هم د مافیاز لخوا زیانمند شوے او مونږ غواړو چې حكومت د دې لعنت مخ نيوي ته پام وګرځوي۔ هغه د تعمير سېكټر ته د صنعت حیثیت ورکولو پرېکړې ستائنه وکړه او هیله یې ولرله چې دا به د سېكټر ود ې له مرسته وكړي۔ ده ووئيل دا ډېر صلاحيت لرونكے سېكټر دے كه چرې د سرمايا كارو باور بحال شي۔