د سوئيلي پنجاب صوبې جوړولو حوالې سره د وفاق او صوبو په غړو مشتمل كمېټي دې جوړه كړې شي۔ د صوبو جوړولو په لړ كښې به بشپړه تياري او آئيني تقاضې ترسره كولې شي۔ سېكرېټرېټ جوړولو سره د انتظامي اختياراتو منتقل كولو پلو يو لوئے ګام پورته كړې شوې دې۔ د هېواد وروستو پاتې سيمو پرمختګ د موجوده حكومت تر ټولو لومړۍ ترجيح ده۔ د وزيراعظم عمران خان سوئيلي پنجاب سره د تعلق لرونكو پارلماني غړو پلاوي سره خبرې

 

لاهور۔18 جولائی (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د سوئيلي پنجاب صوبې جوړولو حوالې سره د وفاق او صوبو په غړو د مشتمل كمېټۍ جوړولو هدايت كولو سره وئيلي دي د صوبو جوړولو په لړ كښې به بشپړه تياري او آئيني تقاضې ترسره كولې شي۔ سېكرېټرېټ جوړولو سره د انتظامي اختياراتو منتقل كولو پلو يو لوئے ګام پورته كړې شوې دې۔ د هېواد وروستو پاتې سيمو پرمختګ د موجوده حكومت تر ټولو لومړۍ ترجيح ده۔ ده سوئيلي پنجاب سره د تعلق لرونكو پارلماني غړو پلاوي سره خبرې كولې كوم چې ده سره د خالي په ورځ لاهور كښې ملاقات وكړو۔ پلاوي كښې مخدوم شاہ محمود قریشی،  سید فخر امام، مخدوم خسرو بختیار،  ظهور حسین قریشی،  ملک محمد عامر ډوګر، محمد ابراهیم خان،  رانا محمد قاسم نون، میاں محمد شفیق،  مخدوم سید سمیع الحسن ګیلانی، طاهر اقبال،  سید مبین احمد، چوهدری جاوید اقبال،  مخدوم باسط بخاری، نیاز احمد جکھړ،  خواجہ شیراز محمود، سردار محمد خان لغاری، سردار محمد جعفر خان لغاری، سردار نصراللہ خان دریشک، سردار ریاض محمود خان مزاری، ډاکټر اختر ملک، سردار دوست محمد مزاری، عبدالحئی دستی او حنیف پتافی شامل وو۔ پلاوي د سوئيلي پنجاب جلا صوبې سره په اړوندې اولسي غوښتنې د موجوده حكومت لخوا په عملي پېشرفت د وزيراعظم مننه كولو سره ووئيل د سوئيلي پنجاب د اولس پخوانۍ مسئله څو لسيزو نه ځنډ سره مخ وه د كوم د حل كولو وعده چې تېرو حكومتونو وكړه ولې ترسره ئې نه كړې شوه۔ دا غوښتنه پي ټي آئي د خپل منشور برخه جوړه كړه۔ د دې پلو عملي پېشرفت شوې دې او په دې مونږ د وزيراعظم عمران خان مننه كوؤ۔د سوئيلي پنجاب د قومي او صوبائي اسمبلۍ غړو سوئيلي پنجاب لپاره د اېډيشنل چيف سېكتر او د اېډيشنل آئي جي په تعينات كولو د وزيراعظم مننه وكړه۔ غړو د كورونا وائرس په مخنيوي كولو٬ په سخت صورتحال كښې اولس ته د ريليف په وركولو ٬ د  معاشي عمل او د روزمره هلو ځلو كښې د توازن ساتلو حوالې سره د وزيراعظم د وژن كولو او حكومتي ګامونو ستائنه كولوس ره په كامياب حكمت عملۍ وزيراعظم عمران خان ته مباركي وركړه۔ غړوم د سوئيلي  پنجاب صوبې جوړېدو حوالې سره د آئيني غوښتنو ترسره كولو په اړه بېل وړاندېزونه وزيراعظم ته وړاندې كړل۔ وزيراعظم ووئيل د هېواد وروستو پاتې سيمو پرمختګ د موجود حكومت تر ټولو لومړۍ ترجيح ده۔ وزیراعظم عمران خان هدايت وكړو چې د سوئيلي پنجاب صوبې جوړولو له دې اړوندې چارو او غوښتنو ترسره كولو له دې د وفاق او صوبو په غړو مشتمل كمېټي جوړه كړې شي