اسلام د انسانيت د احترام درس وركوي۔ د جهېز په ډول رسم ختمولو له فعاله كردار ترسره كولو ته اړتيا ده۔ واجب قرباني دې ادا كړې شي د نفلي قربانۍ پېسې دې مستحقيونو ته وركړې شي۔ حافظ طاهر اشرفی

 

اسلام آباد ۔ 18 جولائی (اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر اشرفي وئيلي دي اسلام د انسانيت د احترام درس وركوي۔ د جهېز په ډول رسم ختمولو له فعاله كردار ترسره كولو ته اړتيا ده۔ واجب قرباني دې ادا كړې شي د نفلي قربانۍ پېسې دې مستحقيونو ته وركړې شي۔ ده ووئيل د جهېز په ډول رسم د لاسه انجونې ودونو نه پاتې كېږي۔ ددې جاهلانه رسم او رواج ختمولو له به محراب او منبر او تعليم يافته طبقې له خپل بشپړه كردار ترسره كول وي۔ نفلي قرباني او د حج اراده كوؤنكي دې پېسې مستحقينو ته وركړي۔ لوئے  څښتن به دوئي ته كامل اجر وركړي۔ ده ووئيل د متحده علماﺀ بورډ په مرسته د ګرد هېواد ټولو مكاتب فكر علماﺀ او مشائخو غونډې كېږي۔ نن د اتوار په ورځ لاهور او په 21 جولائي به ګوجرانواله كښې مهمې غونډې كېږي