د پاكستان د كووډ ۔19 حوالے سره رېسپانس او تياريانې نړۍ كښې تر ټولو ښه پاتې شوې۔ د کېسز خپرېدو حوالې سره پاكستان كښې د يو شمېر هېوادونو په مقابله كښې زياتې تندۍ سره كمې راغلې۔ د لوئے څښتن په رحمت او په وخت پرېكړې كولو سره به مونږ ډېر زر په دې وباﺀ قابو ومومو۔ د وزيراعظم د قامي روغتيا خصوصي مرستيال ډاكټر ظفر مرزا بيان

اسلام آباد ۔ 18 جولائی (اے پی پی) د وزيراعظم د قامي روغتيا خصوصي مرستيال ډاكټر ظفر مرزا وئيلي دي د پاكستان د كووډ ۔19 حوالے سره رېسپانس او تياريانې نړۍ كښې تر ټولو ښه پاتې شوې۔ د کېسز خپرېدو حوالې سره پاكستان كښې د يو شمېر هېوادونو په مقابله كښې زياتې تندۍ سره كمې راغلې۔ د لوئے څښتن په رحمت او په وخت پرېكړې كولو سره به مونږ ډېر زر په دې وباﺀ قابو ومومو۔ مونږ زر ګامونه پورته كړل چې له امله ئې زمونږ اولنې كېس د فرورۍ مياشتې په 26 نېټه رامخې ته شو۔ په سمارټ لاك ډاؤن او اېس او پيز عمل درآمد او د ټي ټي كيو په حكمت عملۍ عملدرآمد وكړے شو۔ د اېن سی او سی جوړېدو سره د هېواد په كچه د د وباﺀ كنټرول كولو حوالې سره د څارنې عمل غوره جوړ كړې شو۔ حكومت په اولني ځل پي اېم ډي سي كښې د اصلاحاتو عمل پېل كړې دې۔ ده ووئيل پاكستان كښې هېلت سېكټر كښې د موجوده مسئلو ذمه واري د تېرو حكومتونو ده كومو چې ددې سېكټر مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل نه كړې۔ ده ووئيل د پي ټي آئي حكومت د ټولو مسئلو نه خبر او شپه او ورځ ددې د حل كولو هڅه كوي۔ د پاكستان د كووډ ۔19 حوالے سره رېسپانس او تياريانې نړۍ كښې تر ټولو ښه پاتې شوې۔ د کېسز خپرېدو حوالې سره پاكستان كښې د يو شمېر هېوادونو په مقابله كښې زياتې تندۍ سره كمې راغلې