خارجه وزير شاه محمود قریشی كوویډ ۔ 19 له د ماتې وركولو نه پس خپلې ذمه وارۍ بيا پېل كړي

اسلام آباد 17 جولائی (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قریشی كوویډ ۔ 19 له د ماتې وركولو نه پس دفتر كښې خپلې ذمه وارۍ بيا پېل كړي۔ د جمعې په ورځ خپل يو ټويټ كښې خارجه وزير ووئيل په بشپړه مرسته كولو او د نيكو هيلو په څرګندونه د خپلو كاركنانو ٬ وګړو او لارښودو مننه كوم ۔ ده ووئيل خوش قسمته يم چې كووېډ ۔ 19 نه پس بيا خپل دفتر ته راغلم۔ په 03 جولائی خارجه وزير د كوویډ ۔ 19 ټیسټ په مثبت راتللو خپل ځان په خپل كور آئسولیټ كړے ؤ او د خپل كور څخه ئې دفتري چاري ترسره كولې۔ شاه محمود قریشی د پاكستان ټولې طبی عملې او فرنټ لائن كارمندانو ته د وباﺀ په ضد په هلو ځلو كولو پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي زه دوي ته سلام كوم