سوئېلي وزيرستان كښې د مائن په چاودنه كښې د اېف سي اهلكار پشمول درې كسان پحق وسېده

اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي)د سوئېلي وزيرستان زرملن سيمه كښې د مائن په چاودنه كښې د اېف سي اهلكار پشمول درې كسان پحق رسېدلې دي ۔ د شخصي ټي وي له مخې د ګل په ورځ سوئېلي وزيرستان كښې چاودنه هغه مهال وشوه كله چې يو امنيتي اهلكار په موټر سائيكل د دغه ځاې څخه تېرېدو۔پولټيكل انتظاميې له مخې چاودنه د ريموټ كنټرول د لارې شوې۔د چاودنې په …

اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي)د سوئېلي وزيرستان زرملن سيمه كښې د مائن په چاودنه كښې د اېف سي اهلكار پشمول درې كسان پحق رسېدلې دي ۔ د شخصي ټي وي له مخې د ګل په ورځ سوئېلي وزيرستان كښې چاودنه هغه مهال وشوه كله چې يو امنيتي اهلكار په موټر سائيكل د دغه ځاې څخه تېرېدو۔پولټيكل انتظاميې له مخې چاودنه د ريموټ كنټرول د لارې شوې۔د چاودنې په نتيجه كښې د اېف سي اهلكار پشمول درې كسان مړه شوي۔امنيتي ځواك سيمه ولقه كښې اخستې او پلټنې ئې پېل كړی دي