د وزيراعظم عمران خان د سمارټ لاك ډاؤن په نتيجه كښې كورونا كېسونو كښې كمې رامخې ته شو ، ډاكټرانو او طبي عملې د ټيم ورك د لارې د كورونا مقابله وكړه او په سخت وخت كښې ئې د اولس خذمت وكړو۔ د احساس پروګرام د لارې يو نيم كروړ كورنيو ته يو نيم اربه روپۍ وركړې شوې۔ سېنېټر شبلي فراز

اسلام آباد ۔ 04 جوائي (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان د سمارټ لاك ډاؤن تګلارې په نتيجه كښې كورونا كېسونو كښې كمې رامخې ته شوې ، كورونا څخه د رغېدونكو رنځورانو شرح د اطمينان وړ ده۔ په اېس او پيز عملدرآمد سره په كورونا تر ډېره حده قابو موندلې شوې دې۔ كورونا لا بېخي ختمه شوې نه ده بلكې خطره اوس هم موجود ده۔ حكومتي هڅو سره د كورونا ټېسټنګ صلاحيت زيات كړې شوې دې۔ كه مونږ احتياط سره په اېس او پيز عملدرآمد وكړو نو روغتونونه به ډېر زر شړ او د لوبو مېدانونه به آباد شي۔ د کورونا په ضد طبي عمله په اولني صف كښې خپل خذمات ترسره كوي دوئي به ځانله پرېښودلې نه شي بلكې دوئي ته به هر ډول ممكنه آسانۍ وركولې شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د پولي كلينك روغتون دورې په مهال خبريالانو سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل ډاكټرانو او طبي عملې د ټيم ورك د لارې د كورونا وباﺀ مقابله وكړه او په سخت وخت كښې ئې د اولس خذمت وكړو۔ ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان د سمارټ لاك ډاؤن پالېسي نړۍ هم خپله كړه۔ ده ووئيل د سمارټ لاك ډاؤن دې حكمت عملۍ د اسلام آباد په شمول ګرد هېواد كښې غوره نتيجې رامخې ته شوي دي۔ ده ووئيل تېره ورځ اسلام آباد كښې د 113 كسانو كورونا ټېسټ مثبت راغلو۔ دا شمېره د جون په اولنۍ نېټه نزدې 771 وه۔ كورونا څخه د رغېدونكو رنځورانو شرح د اطمينان وړ ده۔ وفاقي وزير ووئيل د اېن سی او سی د كورونا وباﺀ خپرېدو مخنيوي 100 ورځې مكمل شوي دي۔ اېن سی او سی د كورونا وباﺀ خپرېدو مخنيوي له شپه او ورځ كار وكړو په كوم چې د مباركۍ مستحق ده۔ اېن سی او سی كښې وفاقي وزيرانو٬ صوبائي حكومتونو ٬ پوځي او سول چارواكو او پوهانو د كورونا په ضد په ګډه تګلاره وضعه كړه۔ ده ووئيل حكومت د كورونا وباﺀ په مهال د احساس پروګرام د لارې مستحق وګړو سره مالي مرسته وكړه۔ ګردې نړۍ ددې پروګرام ستائنه وكړه۔ يو نيم كروړه كورنيو ته 150 اربه روپۍ په سپېځلي ډول وركړې شوې۔ ده ووئيل د حكومت او اېن سي او سي هڅو سره د ټېسټنګ لېبارټرو شمېره 129 ته رسېدلې ده۔ د سائنس او ټېكنالوجي وزارت وېنټیلېټرز جوړول پېل كړې دي۔ روغتونونه د حاجت له مخې د بېډز آسانۍ لري۔ ده ووئيل كه مونږ احتياط سره په اېس او پيز عملدرآمد وكړو نو ډېر زر به روغتونونه شړ او د لوبو مېدانونه آباد شي۔ ده ووئيل اپوزيشن دې غېر يقيني صورتحال پېدا كولو له په بې بنسټه ډنډورو اډانه بيانونو څخه ډډه وكړي۔ ده ووئيل حكومت طبي عملې له خاص پېكج اعلان كړې دې۔ حكومت به دوئي ځانله نه پرېدي۔ دوئي ته به ټولې ممكنه آسانۍ وركوي۔ ده اېن سی او سی لخوا د اولس د خذمت په 100 ورځو بشپړ كېدو ډاكټرانو او پېرا مېډيكل عملې ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې۔ ده د پولی کلینک اسلام آباد دورې په مهال د كورونا وباﺀ په ضد د فرنټ لائن اتلانو فعاله كردار ستائنه وكړه۔ په دې مهال ده د ډاكټرانو او طبي عملې ترمينځه ماسكس او سينېټائزر هم ووېشل