ډاکټر ظفر مرزا به (نن) پمز روغتون كښې د پاكستان بېت المال د کمپيوټرائزډ اسانيو وركونكې سنټر پرانسته كوي

اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) قامي صحت لپاره د وزيراعظم صلاحكار ډاکټر ظفر مرزا به (نن) د شورو په ورځ پمز روغتون اسلام آباد كښې د پاكستان بېت المال لخوا د سائلينو آسانۍ او د مستحقو كسانو درملنې په اړه په وخت مرسته كولو لپاره د جديد کمپيوټړرائزډ اسانيو سنټر پرانسته كوي۔ د بېت المال مېنجنګ ډائرېكټر عون عباس بپي به هم په دې موقع موجود وي۔