د پاکستان ریلوے په شان د قامی ادارې په بحالۍ د ريلوے وفاقی وزیر خواجه سعد رفیق د ستائنې وړ دے، مولانا طارق جمیل

لاهور 11 فروری(اے پی پی) نوموړي عالم دین مولانا طارق جمیل وئيلي دي كوم قام او ټولنه چې رښتيا وائي په هغې زوال نه شي راتلې، رائیونډ ماډل ریلوے اسټېشن پرانستې دستورې ته خپل خطاب كښې ده د قام په نامه پیغام كښې ووئيل چې رښتيا، دیانتداری او انصاف وكړئ٬ باور لرم لوي څښتن به ضرور ستاسو مرسته كوي۔ ده ووئيل عزت او کامیابی هغه چا ته ترلاسه كېږي څوك …

لاهور 11 فروری(اے پی پی) نوموړي عالم دین مولانا طارق جمیل وئيلي دي كوم قام او ټولنه چې رښتيا وائي په هغې زوال نه شي راتلې، رائیونډ ماډل ریلوے اسټېشن پرانستې دستورې ته خپل خطاب كښې ده د قام په نامه پیغام كښې ووئيل چې رښتيا، دیانتداری او انصاف وكړئ٬ باور لرم لوي څښتن به ضرور ستاسو مرسته كوي۔ ده ووئيل عزت او کامیابی هغه چا ته ترلاسه كېږي څوك چې لوي څښتن او د هغه رسول(ص) راضی کوي، مولانا طارق جمیل د پاکستان ریلویز په شان د قامی ادارې په بحالۍ د ريلوے وفاقی وزیر خواجه سعد رفيق ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل ما چې په بیت اللہ شريف كښې د خواجه سعد رفیق مركه واوريدله نو ما په حرم شریف كښې د ریلوے بحالۍ او خواجه سعد رفیق کامیابۍ له دعا اوكړه۔ ده ووئيل كومه ټولنه او قام چې رښتيا وائي په هغې زوال نه شي راتلې او پرمختګ كوي دغسې كوم قام يا ټولنه چې دروغ وائي ٬ دهوكه او ظلم كوي د هغوي ذلت یقینی دے۔په دې مهال مولانا طارق جمیل د هېواد پرومختګ ٬ سوكالۍ او د اسلام سرلوړۍ له دعا اوكړه