کابل 29 جون (اے پي پي) د افغانستان په شمالي فرياب ولايت كښې د عسکريت خوښو د ډزو په نتيجه كښې د ضلعې پوليس چيف او عسكر وژلې شوي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د ولايت پوليس وياند عبدالکريم وئيلې دي د ګل په ورځ په خواجه سبز پوش اولسوالۍ كښې د پوليس چيف شاه محمد عرب د افغان امنيتي ځواكونو او ملي اردو پوستې معائنه كوله چې …
د افغانستان په فرياب ولايت كښې د عسكريت خوښو ډزې٬ پوليس چيف او يو عسكر ووژلې شول

مزید خبریں
کابل 29 جون (اے پي پي) د افغانستان په شمالي فرياب ولايت كښې د عسکريت خوښو د ډزو په نتيجه كښې د ضلعې پوليس چيف او عسكر وژلې شوي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د ولايت پوليس وياند عبدالکريم وئيلې دي د ګل په ورځ په خواجه سبز پوش اولسوالۍ كښې د پوليس چيف شاه محمد عرب د افغان امنيتي ځواكونو او ملي اردو پوستې معائنه كوله چې په دې مهال طالبانو د لرې نه پرې ډزې وكړې چې پكښې د ضلعې پوليس مشر سره يو عسكر په ټكي مړه شول۔ د پېښې نه پس امنيتي ځواكونو په سيمه كښې د لټون عمليات پېل كړې دي۔







