واشنګټن ۔ 26 جون (اے پی پی) امریکا كښې د كورونا وائرس د لاسه د مړو شوو كسانو شمېره يو لك 26 زره نه زياته شوې ۔ د جمعې په ورځ د امريكې د ابلاغ ذريعو له مخې هېواد كښې دا مهال د كورونا مصدقه رنځورانو شمېره 25 لكه ته رسېدلې ده۔ په دې مهال امریکا كښې د كورونا وائرس چې تر دې دمه څومره كېسونه رامخې ته شوي د …
امريكا كښې د كورونا وائرس د لاسه د مړو شمېره 126 زره نه زياته شوه

مزید خبریں
واشنګټن ۔ 26 جون (اے پی پی) امریکا كښې د كورونا وائرس د لاسه د مړو شوو كسانو شمېره يو لك 26 زره نه زياته شوې ۔ د جمعې په ورځ د امريكې د ابلاغ ذريعو له مخې هېواد كښې دا مهال د كورونا مصدقه رنځورانو شمېره 25 لكه ته رسېدلې ده۔ په دې مهال امریکا كښې د كورونا وائرس چې تر دې دمه څومره كېسونه رامخې ته شوي د دې نه لس چنده زيات وګړي دې وژونكي وائرس ځپلې دي۔ د امريكې د وبائي رنځ كنټرول او مخ نيوي څانګې ډائرېكټر رابرټ فيلډ وئيلي دي هېواد كښې د كورونا چې څومره كېسونه راپور شوي هر يو سره 10 نور وګړي هم د دې وبا ښكار شوي۔ دې ادارې خپل يو راپور كښې وئيلي دي امريكا كښې تر دې دمه نزدې 23.70 لکه كسان په ممكنه توګه دې وبا ځپلې دي او په دې بنياد به امريكا كښې د كورونا ځپليو وګړو اصل شمېره 10 چنده زياته شي۔ دا شمېره د هېواد د ودانۍ 8 فيصده جوړېږي۔ امريكا كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 126780 ته رسېدلې ۔ دا مهال هېواد كښې د كورونا مصدقه كېسونو شمېره 2504588 ده۔دغسې امريكا كښې دا وخت د كورونا وائرس فعاله رنځورانو شمېره 1325515 ته رسېدلې ده







