د افغانستان مېډيا د مېډيا په قانون كښې تجويز كړي بدلونونه مسترد كړل

كابل 25 جون (اے پي پي) د افغانستان مېډيا د مېډيا په قانون كښې هغه تجويز شوي بدلونونه مسترد كړي د كومو له مخې چې خبريالانو ته به د امنيتي اېجنسو پشمول د سركاري ادارو ذريعې څرګندول وي. د نړيوالې مېډيا له مخې په دې قانون كښې بدلون پارلمان ته توثيق لپاره لېږلے شوے ؤ، خو حكومت د مېډيا د احتجاج نه پس د دې نور جاج اخستل پرېښے دے. …

كابل 25 جون (اے پي پي) د افغانستان مېډيا د مېډيا په قانون كښې هغه تجويز شوي بدلونونه مسترد كړي د كومو له مخې چې خبريالانو ته به د امنيتي اېجنسو پشمول د سركاري ادارو ذريعې څرګندول وي. د نړيوالې مېډيا له مخې په دې قانون كښې بدلون پارلمان ته توثيق لپاره لېږلے شوے ؤ، خو حكومت د مېډيا د احتجاج نه پس د دې نور جاج اخستل پرېښے دے. د افغانستان د شخصي ټي وي طلوع نيوز ډائرېكټر لطيف الله نجف زاده مېډيا ته ووئيل مونږ په دې حېران شوي يو چې حكومت د مېډيا په اړه ډېر د افسوس وړ بدلونونو له هڅه كړې. بل خوا د اولس مشر اشرف غني وياد صديق صديقي وئيلي دي حكومت د پرېس د آزادې پوخ عزم لري، هم دا وجه ده چې اولس مشر د پارلمان څخه مسوده بېرته اخستې او خپل نائب ته ئې د مېډيا كمپنيو سره په دې د خبرو كولو ذمه وارې سپارلې ده

مزید خبریں