میکسیکو كښې د زلزلې د لاسه د مړو شمېره 10 ته ورسېده

میکسیکوسټی ۔ 25 جون (اے پی پی) د میکسیکو سوئيلي رياست اواکساکا كښې د 7.4 شدت زلزلې په نتيجه كښې د مړو كسانو شمېره 10 ته رسېدلې ده۔ زلزلې نه وروستو پلازمينه میکسیکو سټی كښې 1500 آفټرشاکس راغلې دي۔ د میکسیکو وفاقی حکومت وئيلي دي د زلزلې مركز د اواكساكا رياست لاكروسيكيټا سيمه كښې 23 كلوميټره په زمكه كښې ژور ؤ چې له امله ئې يو شمېر ودانيو ته هم …

میکسیکوسټی ۔ 25 جون (اے پی پی) د میکسیکو سوئيلي رياست اواکساکا كښې د 7.4 شدت زلزلې په نتيجه كښې د مړو كسانو شمېره 10 ته رسېدلې ده۔ زلزلې نه وروستو پلازمينه میکسیکو سټی كښې 1500 آفټرشاکس راغلې دي۔ د میکسیکو وفاقی حکومت وئيلي دي د زلزلې مركز د اواكساكا رياست لاكروسيكيټا سيمه كښې 23 كلوميټره په زمكه كښې ژور ؤ چې له امله ئې يو شمېر ودانيو ته هم زيان رسېدلے۔ د زلزلې د لاسه اول سونامي وارننګ جاري كړے شو ولې بيا بېرته واخستے شو۔ دا خبره دې ښكاره وي كال 2017ﺀ كښې مېكسيكو كښې د 7.1 شدت زلزله راغلې وه چې په نتيجه كښې ئې 60 كسان مړه شوې وو۔ دغسې د روان كال په مهال د مېكسيكو په سوئيلي سيمه كښې د 8.1 شدت زلزله راغلې وه كومه كښې چې اواکساکا ریاست تر ټولو زيات ځپلے شوے ؤ چرته چې 96 كسان مړه شوي وو

مزید خبریں