مېكسيكو كښې د 7.4 شدت زلزله، د يوې مېرمنې په شمول 6 كسان مړه ، 446 آفټرشاکس، خلق يرې واخستل

میکسیکو سٹی۔ 24 جون (اے پی پی) د میکسیکو سوئيلي رياست اواکساکا كښې د 7.4 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړې شوي چې په نتيجه كښې ئې د يوې مېرمنې په شمول 6 كسان مړه شوي ۔ د زلزلې د لاسه يو شمېر ودانيو ته زيان رسېدلے او په خلقو كښی يره خپره شوه۔ د سوؤنو په شمېر وګړي ودانيو څخه بهر راوتلي۔ د زلزلې نه 6 ساعته وروستو پلازمينه میکسیکو …

میکسیکو سٹی۔ 24 جون (اے پی پی) د میکسیکو سوئيلي رياست اواکساکا كښې د 7.4 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړې شوي چې په نتيجه كښې ئې د يوې مېرمنې په شمول 6 كسان مړه شوي ۔ د زلزلې د لاسه يو شمېر ودانيو ته زيان رسېدلے او په خلقو كښی يره خپره شوه۔ د سوؤنو په شمېر وګړي ودانيو څخه بهر راوتلي۔ د زلزلې نه 6 ساعته وروستو پلازمينه میکسیکو سټی كښې 446 آفټرشاکس محسوس كړې شول۔ د فرانسيسي خبر رسنې ادارې له مخې د زلزلې مركز د رياست اواکساکا لا کروسیکیټا سيمه كښې 23 کلومیټره په زمكه كښې ژور ؤ۔ د زلزلې په نتيجه كښې د يوې مېرمنې په شمول 6 كسان مړه شوي۔ د زلزلې د لاسه اول د سونامي وارننګ جاري كړے شو كوم چې وروستو بېرته واخستلے شو۔ دا خبره دې ښكاره وي په كال 2017 كښې میکسیکو كښې د 7.1 شدت زلزله راغله وه چې په نتيجه كښی ئې 60 كسان مړه شوې وو۔ دغسې د روان كال په مهال د میکسیکو په سوئيلي سيمه كښې د 8.1 شدت زلزله راغلې وه كومه كښې چې 96 كسان مړه شوي وو

مزید خبریں