د بلوچستان ينګ لائرز لپاره به ډېر زر د انټرن شپ پروګرام پېل كړې شي۔ د قانون وفاقي وزير زاهد حامد

اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د قانون وفاقي وزير زاهد حامد وئيلي دي د بلوچستان ينګ لائرز لپاره به ډېر زر د انټرن شپ پروګرام پېل كړې شي۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د بلوچستان ينګ لائرز 30 كسيزه پلاوي سره خپل دفتر كښې د ملاقات كولو په مهال وكړې۔ د قانون وفاقي وزير ووئيل كوم ينګ لائرز چې د كورټ كلرك په توګه خدمات ترسره …

اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د قانون وفاقي وزير زاهد حامد وئيلي دي د بلوچستان ينګ لائرز لپاره به ډېر زر د انټرن شپ پروګرام پېل كړې شي۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د بلوچستان ينګ لائرز 30 كسيزه پلاوي سره خپل دفتر كښې د ملاقات كولو په مهال وكړې۔ د قانون وفاقي وزير ووئيل كوم ينګ لائرز چې د كورټ كلرك په توګه خدمات ترسره كول غواړي٬ دوي لپاره به سترې محكمې او د بلوچستان هائي كورټ ته د قانون وزارت لخوا وړاندېزونه لېږلې شي۔ ده ووئيل د بلوچستان 29 ضلعي بارز له د وفاقي حكومت لخوا د فنډ وركولو په پلان غور روان دے۔ د بلوچستان ينګ لائرز وفاقي وزير ته خواست وكړو چې په صوبه كښې د ډپټي اېډوكېټ جنرل او د ډسټركټ اټارني ډېر چوكې خالي برتې دي ۔ وفاقي وزير دوي له باور وركړو چې د وكيلانو ستونزې به لرې كولې شي