اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر آصف كرماني وئيلي دي وزيراعظم محمد نواز شريف فاصلې ختمول غواړي او مخالفين په زياتولې باور لري٬ د كراچې نه تر لاهور په موټروے اعتراض كوونكي نه غواړي چې د سندھ د اولس د مزل ستونزې ختمې شي۔ د جمعې په ورځ د مولا بخش چانډيو په بيان غبرګون كښې د وزيراعظم د سياسي چارو …
وزيراعظم محمد نواز شريف فاصلې ختمول غواړي او مخالفين په فاصلو زياتولو باور لري
اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر آصف كرماني وئيلي دي وزيراعظم محمد نواز شريف فاصلې ختمول غواړي او مخالفين په زياتولې باور لري٬ د كراچې نه تر لاهور په موټروے اعتراض كوونكي نه غواړي چې د سندھ د اولس د مزل ستونزې ختمې شي۔ د جمعې په ورځ د مولا بخش چانډيو په بيان غبرګون كښې د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر آصف كرماني ووئيل دا خلق د موټروے مخالفت هم كوي او بيا سفر هم په موټروے كوي۔ ده ووئيل د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرې كښې به په ټول هېواد كښې د موټروېز او اېكسپرېس وېز جوړولو لړې روانه ساتلې شي۔ ده ووئيل غېر ملكي مجلو د وزيراعظم محمد نواز شريف د كاميابو معاشي پالېسو په نتيجه كښې سرمايه كارې لپاره پاكستان په زړه پورې هېواد ګرځولے دے











