كابل 23 جون (اے پي پي) د افغانستان په قندهار او هلمند ولايتونو كښې امنيتي ځواكونو سره په نښتو كښې 13 وسله وال وژل شوي دي. د افغانستان د دفاع وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د قندهار ولايت د مېوند ولسوالې په جګروم كلي كښې د ملي اردو په عملياتو كښې 9 وسله وال وژل شوي دي. دغسې د هلمند په مرجا ولسوالې كښې امنيتي ځواكونو د ګزمې …
د افغانستان په قندهار او هلمند ولايتونو كښې امنيتي ځواكونو سره په نښتو كښې 13 وسله وال وژل شوي دي

مزید خبریں
كابل 23 جون (اے پي پي) د افغانستان په قندهار او هلمند ولايتونو كښې امنيتي ځواكونو سره په نښتو كښې 13 وسله وال وژل شوي دي. د افغانستان د دفاع وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د قندهار ولايت د مېوند ولسوالې په جګروم كلي كښې د ملي اردو په عملياتو كښې 9 وسله وال وژل شوي دي. دغسې د هلمند په مرجا ولسوالې كښې امنيتي ځواكونو د ګزمې په مهال په ځوابي عملياتو كښې 4 وسله وال وژل شوي دي. د دفاع وزارت وئيلي دي چې د عملياتو په مهال امنيتي ځواكونو په لوي مقدار وسله، ګوله بارود، بمونه، د ټيلي مواصلاتو راډيو او د نشه اي توكيو پشمول يو ګاډې او 8 موټرسائيكل هم ترلاسه كړي دي







