ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره4 لكهه 70 زره څخه زياته شوه

واشنګټن 22 جون (اے پی پی) ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره4 لكهه 70 زره څخه زياته شوي دغسې د روغتيا نړيوالې ادارې وئيلي تيره ورځ په نړيواله كچه د كورونا ځپليو د ورځې شميره كښې زياتوالے راغلے ۔ د ګل په ورځ د امريكې ميډيا له مخې بيلو هيوادونو كښې تر اوسه د كورونا له امله 90 لكهه څخه زيات كسان ځپلې شوي۔ نړۍ …

واشنګټن 22 جون (اے پی پی) ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره4 لكهه 70 زره څخه زياته شوي دغسې د روغتيا نړيوالې ادارې وئيلي تيره ورځ په نړيواله كچه د كورونا ځپليو د ورځې شميره كښې زياتوالے راغلے ۔ د ګل په ورځ د امريكې ميډيا له مخې بيلو هيوادونو كښې تر اوسه د كورونا له امله 90 لكهه څخه زيات كسان ځپلې شوي۔ نړۍ كښې د دې وائرس له امله تر ټولو زيات ځپلے هيواد امريكا دے چرته چې د ځپليو شميره 23 لكهه څخه زياته ده دغسې هيواد كښې تر اوسه يو لكهه 22 زره څخه زيات كسان مړه شوي۔ برازیل كښې د ځپليو او مړو شميرې په اړه په دويم لمبر دے۔ برازیل كښې د ځپليو كسانو شميره 10لكهه 87زره ته رسيدلې۔ د چارواكو له مخې برازیل كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 50659 كسان مړه شوي ۔د تازه شميرې له مخې د نړۍ په بيلو هيوادونو كښې تر اوسه د كورونا له امله9,051,535 كسان ځپلې شوي او 470,804 مړه شوي دغسې د فعاله رنځورانو شميره ه 3,738,783 ده۔په امريكا كښې د كورونا فعاله رنځورانو شميره 1254055 ده

مزید خبریں