بلغراد 22جون (اے پي پي) د سربيا واكمن ګوند اېس اېن اېس په پارلماني ټاكنو كښې بيا برے ترلاسه كړے۔ د سرب ميډيا راپور له مخې په پارلماني ټاكنو كښې واكمن ګوند نوي مېنډېټ سره كاميابي ترلاسه كړې او مخالفې ډلې د ټاكنو نه بائيګاټ كړے، د كرونا وائرس اندېښنې له امله زياتره ووټران په كورونو كښې په پاتې كېدو مجبور وو۔ راپور له مخې واكمن ګوند 63.3 فيصده رائے ترلاسه كولو سره اول پوزيشن ترلاسه كړے ٬ د سوشلسټ ګوند د ګورننګ الائنس جونيئر پارټنرانو 10.3 فيصده رائے ترلاس كړې او په دوېم پوزيشن دي