د صدر ډاكټر عارف علوی د علامه طالب جوهری زوي اسد جوهری سره تيلي فوني تماس

اسلام آباد 22 جون (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوی د نامتو دیني عالم علامه طالب جوهری زوي سره تيلفوني تماس نيولو كښې د هغه سره د پلار په مړينه غمرازي كړې ده۔ د ګل په ورځ ایوان صدر د اړخه جاري بيان له مخې صدر ډاكټر عارف علوی ووئيل مذهبی همغږۍ لپاره د ارواښاد خذمات به عمر له ياد ساتلے شي۔ صدر ډاكټر عارف علوی د غمجنې كورنۍ سره غمرازي وكړه۔ده په دې مهال دعا اوكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي