ماسكو 22 جون (اے پی پی) روس كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شوو كسانو شميره 8 زره څخه زياته شوې۔ د ګل روځ د روس خبر رسنې ادارې له مخې هيواد كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو مجموعی شميره 584680 ده چې پكښې تر اوسه 8111 كسان مړه شوي۔ د روس چارواكو له مخې هيواد كښې د كورونا وائرس فعاله رنځورانو شميره 236858 ده۔چارواكو له مخې پايه تخت ماسكو كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله 20 كسان مړه شوي۔۔ دې څخه يوه ورځ وړاندې د كورونا وائرس له امله 32 كسان مړه شوي وؤ۔ ماسكو كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 3617 كسان مړه شوي۔ د روس نیشنل كورونا وائرس رسپانس سنټر له مخې به تيرو 24 ساعتو كښې هيواد كښې د كورونا وائرس 7728 نوي رنځوران رامخې ته شوي دي