كرونا وائرس څخه يو ارب 70 کروړه كسان د ځپلے كېدو اندېښنه ده۔ د برتانيې پوهان

پېرس 19 جون (اے پي پي) کرونا وائرس څخه ګرده نړۍ كښې يو ارب 70 کروړه كسان د زياتو ځپلے كېدو اندېښنه ده كوم چې د ټولې نړيوالې آبادۍ د شل فيصده نه زياته ده٬ لوي سوب ئې غټ والې او د زړه رنځونه دي۔ د لندن سکول آف هائي جين اېنډ ټراپيکل ميډيسن پوهانو راپور له مخې د كرونا وائرس وبا څخه تر اوسه په ګرده نړۍ كښې د …

پېرس 19 جون (اے پي پي) کرونا وائرس څخه ګرده نړۍ كښې يو ارب 70 کروړه كسان د زياتو ځپلے كېدو اندېښنه ده كوم چې د ټولې نړيوالې آبادۍ د شل فيصده نه زياته ده٬ لوي سوب ئې غټ والې او د زړه رنځونه دي۔ د لندن سکول آف هائي جين اېنډ ټراپيکل ميډيسن پوهانو راپور له مخې د كرونا وائرس وبا څخه تر اوسه په ګرده نړۍ كښې د 4 لكه 20 زره نه زيات كسان مړه شوي او په رنځ اخته نور كسان د شديد نوعيت تكليف سره مخ دي۔ دوي خپل راپور كښې وئيلي دي د نړۍ هر پنځم كس د شديد نوعيت په رنځ اخته دے او د كرونا له امله زيات سخت صورتحال سره مخ كېدے شي۔ دوي خپل راپور كښې ووئيل په كرونا اخته هر كس كښې سخت علامات رامخې ته كېدل لازمي نه دي، د نړۍ د آبادۍ څلور فيصده كسانو ته د كرونا وبا له امله روغتون كښې د درملنې حاجت نه پیښېږي، د لاك ډاٶنز خاتمې نه پس به حكومتونو له د زيات حساس كسانو حفاظت لپاره نورو اقدامات ته اړتيا وي۔

مزید خبریں