برتانيه كښې د بيروزګارو شمېره 126 فيصد زياته شوه

لندن 19 جون (اے پي پي) برتانيې وئيلي دي په هېواد كښې د كرونا وبا له امله په دريو مياشتو كښې د بيروزګاره كسانو شمېره 126 فيصده زياته شوې ۔ د شماريات قامي ادارې راپور له مخې د كرونا او لاك ډاٶن څخه كه يو خوا پېداواري او كاورباري هلې ځلې ځپلې شوي نو بلخوا بې روزګاري هم زياته شوې ، د مارچ نه تر مئي خپل ځان د بې روزګاره رجسټرډ كوٶنكو شمېره 28 لكه ته رسېدلې كومه چې د وبا نه وړاندې 126 فيصده زياته ده