مکة المكرمه 19 جون (اے پي پي) د سعودي عرب حکومت د کرونا وائرس خطر له مخې په مکه معظمه كښې بند كړې شوي ټول جوماتونه د اتوار په ورځ د سهار مونځ لپاره د احتياطي تدبيرونو له مخې د پرانستلو پرېكړه كړې ده۔ د العربيه له مخې د سعودي عرب د مذهبي چارو وزارت لخوا جاري بيان كښې وئيلي شوي په مکه معظمه كښې 1560 جوماتونه به د اتوار په ورځ مونځ لپاره پرانستلے شي او په دې مهال به په جوماتونو كښې په اېس او پيز په سختۍ سره د عملدرآمد كېږي۔