نیویارك 19 جون (اے پی پی) د روغتيا نړيوالې ادارې (ډبلیو ایچ او) چیف سائنټسټ سومیا سوامی ناتھن وئيلي دي دا مهال د كورونا وائرس د دوو سسو نه په زياتو ویكسینز جوړولو كار روان دے، درې ویكسینز به ډير زر د كلینیكل اازمونې دريم پړاؤ ته ورسي۔ ده په خپل يو بيان كښې ووئيل د كووېډ ١٩ كورونا وائرس د دوه سوو نه په زياتو ویكسینز جوړولو كار روان دے، چې پكښې به نزدې 10 ویكسینز د انسانی آزمونې پړاؤ ته ورسي چې پكښې درې ویكسینز ډير زر د كلینیكل آزمونې دريم پړاؤ ته رسېدونكې دي ، هغې كښې د چین جوړ ویكسین هم شامل دي۔