بلوچستان مو د سړكونو او د توان په څانګو كښې د سرمايه كارې د لارې د پرمختګ مركز جوړ كړے

اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي چې وفاقي حكومت د بلوچستان پرمختګ ته پام كړے كوم چې له بده مرغه تېرو حكومتونو نظرانداز كړے و۔ ده دا خبرې د بلوچستان وزيراعلٰي نواب ثنا الله زهري سره د جمعې په ورځ په خبرو كښې وكړې۔ د ملاقات په مهال په بلوچستان كښې په پرمختيائي پروژو خبرې وكړې شوې۔ وزيراعظم ووئيل چې بلوچستان مو د …

اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي چې وفاقي حكومت د بلوچستان پرمختګ ته پام كړے كوم چې له بده مرغه تېرو حكومتونو نظرانداز كړے و۔ ده دا خبرې د بلوچستان وزيراعلٰي نواب ثنا الله زهري سره د جمعې په ورځ په خبرو كښې وكړې۔ د ملاقات په مهال په بلوچستان كښې په پرمختيائي پروژو خبرې وكړې شوې۔ وزيراعظم ووئيل چې بلوچستان مو د سړكونو او د توان په څانګو كښې د سرمايه كارې د لارې د پرمختګ مركز جوړ كړے۔ د بلوچستان وزيراعلٰي د بلوچستان د اولس او حكومت په بشپړه مرسته كولو د وزيراعظم مننه وكړه۔