واشنګټن 19 جون (اے پی پی) امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره 22 لكهه 63 زره څخه زياته شوې ۔ د جمعې په ورځ د امریكې ميډيا له مخې هيواد كښې د كورونا له امله تر اوسه يو لكهه 20 زره كسان مړه شوي۔ امریكا كښې اوس هم د كورونا وائرس په تندۍ سره خپريږي دغسې ځينې ریاستونو كښې نافذ لاك ډاوَن كښې نرمی شوې ده ۔ امریكا كښې د كورونا وائرس وبا سنګین شكل اختیار كړے او تر اوسه 2263651 كسان د دې وائرس له امله ځپلے شوي۔ د شميرې له مخې د كورونا وائرس له امله د نړۍ تر ټولو زيات ځپلے هيواد امریكا دے چرته چې 120688 كسان مړه شوي