واشنګټن 19 جون (اے پی پی) د امریكې خارجه وزیر مائیك پومپیو د قامی سلامتیا پخوانے صلاحكار جان بولټن غدار ګرځولے دے۔د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې خارجه وزیر مائیك پومپیو تيره روځ خپل يو بيان كښې د قامی سلامتیا پخوانے صلاحكار جان بولټن د اړخه د امریكې په صدر ډونلډ ټرمپ د لګولے شوو تورونو غندنه كولو سره ووئيل دا د افسوس وړ خبره ده۔ د جان بولټن عوامی كردار د يو غدار دے چې ورسره د اولس باور ته د زيان رسېدو سره سره امريكې ته هم زيان رسيدلے۔ جان بولټن پخپل يو كتاب كښې په صدر ډونلډ ټرمپ سخت تورونه لګولو سره وئيلي دي هغه د امریكې صدر چوكۍ لپاره يو مناسب كس نه دے