فرانس كښې طبي عملې تنخاګانو كښې زياتوالي لپاره مظاهرې وكړې

پېرس 17 جون (اے پي پي) فرانس كښې د زرګونو په شمېر ډاكټرانو او د طبي عملې په تنخاګانو كښې وياتوالي لپاره د ګرد هېواد په ګڼ شمېر ښارونو كښې مظاهرې كړې دي۔ د پوليس له مخې يوازې په پېرس ښار كښې نزدې 18 زره كسان احتجاج لپاره سړكونو ته راوتلې دي۔ د كرونا وائرس بحران له مخې د فرانس د صحت نظام سخت ځپلے شوے۔ د دې نه وړاندې ډاكټرانو او طبي عملے د مناسبه حفاظتي سامان نشتوالي په ضد هم احتجاج كړے ٶ