پیرس 17 جون (اے پی پی)فرانس كښې د کورونا وائرس له امله د ځپليو شميره يو لاکھ 57 زره څخه زياته شوې ده ۔ د شورو په ورځ د فرانس ميډيا له مخې هيواد كښې تر اوسه د کورونا وائرس له امله 29547 كسان مړه شوي ۔ برتانيه، فرانس، اټاليا او سپین د اروپا د کورونا وائرس زياتو ځپليو هيوادونو په سرفهرست كښې شامل دي۔ فرانس كښې د کورونا وائرس رنځورانو او د مرګونو شميره كښې کمے راغلے خو سره د دې فرانس كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د کورونا وائرس نور 111 كسان مړه شوي چې ورسره د مړو شميره 29547 ته رسيدلې ده۔ فرانس كښې د کورونا له امله تر اوسه په مجموعی توګه 157716 كسان ځپلې شوي دغسې هيواد كښې دا مهال 54834 رنځوران پراته دي