واشنګټن/پیرس/نوې ډيلې 17 جون (اے پی پی) ټوله نړۍ كښې د کورونا وائرس له امله د ځپليو كسانو شميره 82 لاکھ څخه زياته شوې ، بيلو هيوادونو كښې تر اوسه د دې وائرس له امله 4 لاکھ 46 زره څخه زيات كسان مړه شوي ۔ د شورو په ورځ د امریکې ميډيا له مخې امریکا كښې تر اوسه د کورونا له امله 22 لاکھ څخه زيات كسان ځپلې شوي۔ امریکا كښې د دې وائرس له امله يو لاکھ 19 زره كسان مړه شوې هم دي ۔ برازیل كښې د کورونا وائرس له امله د ځپليو كسانو شميره 9 لاکھ 28 زره څخه زياته ده دغسې هيواد كښې تر اوسه د کورونا وائرس له امله 45 زره456 كسان مړه شوي۔ د روس كښې د ځپليو كسانو شميره 544,725، هند كښې 354,161، برتانيه كښې 299,600، سپین كښې 244,328، اټاليا كښې 237,500، فرانس كښې 194,347، پیرو كښې 237,156 او ایران كښې 192,439 ده۔ د کورونا وائرس ځپلے شوو كسانو شميره د نړۍ په بيلو هيوادونو كښې تر اوسه په مجموعی توكه 8,265,174 ته رسيدلې ده ۔ د ځپلے شوو كسانو په حقله امریکا نړۍ كښې په وړومبي لمبر ، برازیل په دويم او روس په دريم لمبر دي